په شمال کي د طالبانو نوی نسل پرمختګ کوي
واحد فقیري
سیاسي او نظامي مبصرین وايي چي د طالبانو د حکومت په دوران کي بدخشان هیڅکله سقوط و نه کړ، خو هغوی وايي چي اوس په بدخشان کي طالبان په ورځ په ورځ قوي کېږي او درې ولسوالۍ يې نیولي دي.
مبصرین وايي چي په شمال کي طالبان پدې توانېدلي دي چي ناراضه خلګ پر ځان باندي راغونډ کړي، او د نوي نسل قومندانان ځانته راجلب کړي. څارونکي وایي په لومړیو کلونو کي زیات پښتانه د طالبانو په صفوفو کي ول، خو اوس تاجک، اوزبک، او هزازه ګان هم ور سره یو ځای سوي دي.
مبصرین وايي لس کاله کېږي چي افغان اقلیتونه د طالبانو د قاضیانو، والیانو، او قومندانو دنده تر سره کوي. هغوی محلي تاجک، اوزبک، او هزاره ګان دي.
امریکايي پروفسور، تامس جانسن، وايي،«پدې تېره لسیزه کي، زیات تاجکان، اوزبکان، او هزاره ګان د طالبانو سره یو ځای سوي دي.» هغه علاوه کوي زیاتره خلګ فکر کوي چي طالبان ګټونکي دي، نو لهذا ورسره یو ځای کېږي.
مبصرین وايي د افغان اقلیتونو په راجلبولو سره طالبان اوس د دې ادعا کولای سي چي یو ملي تحریک دی، او د افغان ولس له مختلفو اقوامو نماینده ګي کوي.
سیاسي مبصرین وايي که چیري د امریکا عسکر راووزي، او داخلي جنګ ښخ سي. دا ځل به د کورني جنګ لیکي او صفونه د پخوا په څېر برجسته نه وي. (سټارز اینډ سټرایپس: سپټمبر ۱۰)