خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

جنرال ماري: ټرمپ له طالبانو سره د خبرو په لغوه کولو سره زلزله رامنځ ته کړه

جنرال ماري ایډر لیکي کله چي جمهورریس ټرمپ د طالبانو سره د سولي خبري کېنسل کړې، د هغه دا فیصلې په واشنګټن، کابل، او دوحه کي زلزله ایجاده کړه. د ټرمپ تصمیم د سولي د مذاکراتو لس میاشتنۍ پروسه د پوره سقوط او ړنګېدو سره مخامخه کړه.

متقاعده جنراله ماري ايډر لیکي د دې تیرو څو ورځو انکشافاتو د افغان د جنګ مځکني واقعیتونه نه دي بدل کړي، او اوس هم د دې جنګ د ختمولو یوازنۍ چاره دپلوماسي ده.

ماري ایډر کاږي کله چي خلیلزاد بېرته قطر ته ولاړ سي، هغه باید طالبانو ته په ډاګه ووايي چي هغوی مجبوره دي چي تشدد راکم کړي، او د افغان حکومت سره خبرو ته چمتو سي.

ماري ایډر لیکي د افغان حکومت کاملا پر امریکا باندي وابسته دی. که چیري امریکا له افغانستانه د سولي له موافقې څخه مخکي له مخکي راووزي، په افغانستان کي‌ به تشدد لا زیات سي. خو د امریکا د اردو وظیفه دا نده چي د تل لپاره هلته پاته سي، او مدام د افغان حکومت له ستونزو څخه وژغوري. نو لهذا، باید هڅه وسي چي‌ بین الافغاني مذاکرات پیل سي.

جنرال ماري ایډر کاږي یوازي افغانان کولای سي چي خپل ۴۰ کلن جنګ ختم کړي. افغان سیاستوال باید د خپلو شخصي ګټو پر ځای ملي منافعو ته ترجیح ورکړي.(د هیل. سپټمبر ۱۱)

واحد نظري