زموږ بریالیتوب حتمي دی
اېمل پیاوړی
ولسمشر غني وایي، د ملي اردو له هغو اتلو سرتېرو او افسرانو څخه مې چې په څو کتنو کې یې د هیواد والو د ژغورنې په خاطر خپلې پښې او لاسونه له لاسه ورکړي، په قاطعیت او متانت اورېدلي چې پښېمانه نه دي چې خپلې پښې او لاسونه یې له لاسه ورکړې دي، ځکه زموږ د خلکو او وطن په خاطر حاضر دي. د کورنیو چارو وزیرصاحب راسره و چې د ملي پولیسو روغتون کې مې له ۶۰ زیات ساتنمنان او افسران ولیدل او هر یوه یې په یوه اواز ویل چې د دې وطن سرتېري دي او د دې خاورې د هرې لوېشت او زموږ د ویاړلي بیرغ لپاره به سلګونه او زرګونه ځله قرباني ورکړي.
زموږ د هیواد د زړورو منسوبینو سرښندنې موږ ته ډاډ راکوي چې زموږ په ښارونو او کلیو د بریدونو د تداوم باوجود زموږ د وطن د دفاع په لاره کې لوی ننګونې شته، اما د هیواد او خلکو په دفاع کې زموږ د ملت بریالیتوب حتمي دی. موږ تر لنډې مودې پورې همدارنګه د غورماچ، موسی کلا او کندز له ننګونو سره مخ یوو اما په هغه صورت کې چې د دې اتلانو سرښندنو ته د یو ملت په توګه درناوی وکړو او د اطمینان فضا او همدلي سره په هیواد کې عمل وکړو الهي توفیق زموږ د خلکو سره دی.
په سیاسي برخه کې همدلي په ځانګړې توګه د دې بریالیتوب له پېش زمینو څخه دی. د یو لوی او په کثرت ګرایي او شکیبایي د معتقد ملت په توګه موږ کولای شو نظریاتي، ګروهي او خپل ټیمي اختلاف په پرانیستې توګه او له منطق او حکمت څخه په استفادې تنظیم کړو، د جناب رسول اکرم (ص) په وینا دا ډول اختلافات د رحمت مایه دي، البته ترڅو چې د اصولو مطابق، سوله ییز او په ښه توګه وي.
موږ به د سیاسي او ټولنیزو بحثونو لپاره زیات فرصتونه ولرو ، اما له افغانستان څخه د دفاع په لاره کې به غفلت ونکړو او نه به هم فرصت شاته کړو. موږ ټول او زموږ ټولو دار او مدار باید د افغانستان د دفاع خدمت کې او زموږ د خلکو د سرلوړۍ لپاره ولګول شي. زموږ دښمنان باید پوه شي چې موږ به هیڅ وخت زور ته تسلیم نشو.
زموږ سرتېري به د جنګ میدان کې په دولتمدارانو او سیاسي مشرانو باور لرلو سره بریالي شي. نو باید د اعتماد، ملي یووالي او د یو بل د منلو لپاره کار او کوښښ وکړو. زه ټول دې لوړې موخې ته د رسېدو لپاره رابولم.
زموږ د ملي اردو او امنیتي قوتونو غیرتي منسوبین چې د دین، وطن او مسلمان ملت د دفاع په لاره کې یې سرونه قربان کړي، د افغانستان د تاریخ ویاړونه دي. موږ د یوه واحد ملت په حیث مکلف یوو چې د ازاد، اباد او باثباته افغانستان لپاره د دوی ارمانونو ته وفادار واوسو او د ګران وطن دفاع خپله ملي، اسلامي او افغاني وجیبه وګڼو