خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

بي بي سي پښتو یو ځل بیا د نیویارک ټایمز خبر غلا او تحریف کړی دی

واحد فقیري

د نیویارک ټایمز ځوان او مشهور خبریال، مجیب مشال، په خپل ټویټر کي له بي بي سي پښتو څانګي څخه شکایت کوي چي د نیویارک ټایمز خبر يې تحریف او غلا کړی دی.

بي بي سي پښتو د نیویارک ټایمز په حواله لیکي دي،«طالبانو امریکايي مرکچیان اړ کړل چي په ټاکنو کي د ولسمشر اشرف غني د بیا بریالي کېدو مخه ونیسي او له هغه سره په واک کي له شریکېدلو ځان وساتي.»

مجیب مشال وايي نیویارک ټایمز اصلا داسي څه نه دي لیکي. په بل عبارت، بي بي سي پښتو له خپله ځانه دا چرندییات لیکي دي، او د نیویارک ټایمز تر نامه لاند‌ي یې تېر کړي دي.

په میډیا کي، داسي څرګنده فرهنګي غلا او تحریف یوازي د هغو مطبوعاتي مرکزونو کار دی چي مخصوصه او شریره اجنډا ولري. د بي بي سي د پښتو څانګي اجنډا د اشرف غني لپاره کمپېن او فرهنګي جوالي ګري ده.

پدې تېرو څو کلونو کي، بي بي سي پښتو څو ځله فرهنګي غلاوي کړي دي. اخبار يې تحریف کړي دي. او د ارګ د مکار او فراډ ګوډاګي لپاره يې د بي بي سي نوم او حیثیت ته کاري صدمې رسولي دي.