د افغانستان پر سر د سناتور رانډ پال او د ولسي جرګې استازي لیز چیني تر مینځ لفظي شخړه
واحد فقیري
د افغانستان پر سر د سناتور رانډ پال او د ولسي جرګې استازي لیز چیني تر مینځ لفظي شخړه
له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راایستلو پر سر د جمهوريپال سناتور، رانډ پال، او د ولسي جرګې د جمهوريپالي استازي، لیز چیني، تر مینځ په ټویټر کي ګرمه مناظره روانه ده.
سناتور پال د ټرمپ له هغي فیصلې څخه ملاتړ کوي چي د افغانستان د کشالې پر سر يې خپل د ملي امنیت مشاور، جان بولټن، پسي واخیست.
خو اغلې لیز چیني د افغانستان، عراق، او نورو جنګونو شوقي او ګرګي ده. هغه لیکي چي رانډ پال د سپټمبر د یوولسمي تروریسټي حملې هیري کړي دي، او غواړي چي ترورسټانو ته «تسلیم» سي.
رانډ پال يې په جواب کي لیکي: «ولي لا نیوکان اوس هم د بې پایانه جنګونو ملاتړ کوي؟ راځئ چي پر امریکا باندي تمرکز وکړو، نه پر افغانستان باندي.»
د سناټور رانډ پال او د وکیلي لیز چیني روانه لفظي مناقشه په جمهوريپال حزب کي د افغانستان د جنګ په اړه دننه په ګوند کي د نظر اختلاف ښيي.
د جمهوريپال د نیوکان جناح په افغانستان کي د جنګ د دوام او د افغانانو پر کورونو او کلیو باندي د بمباریو ډېروالی غواړي، خو د حزب نور اعتدالي غړي د جنګ ختمول غواړي.