د تروریستانو او وسله والو په زړونو کې وېره واچوئ
محمدورښان ښاد
یا په دروغو او یا په رښتیاو دا اوازې او ګونګوسې موجودې دي چې وسله والې او تروریستي ډلې په ولسونو، کلیو او بانډو کې پتڼځایونه لري، یا حتی په ښارونو کې د خلکو او خپلو خواخوږ په کلیو کې شپې کوي او چې موقع ورته برابره شي، نو بیا تروریستي برید ترسره کړي، په دې ډول د لسګونه او سلګونه خلکو ژوند اخلي، زرګونه او لسګونه زره کورنۍ د ویر په ټغر کېنوي. ملي تاسیسات ویجاړوي او په دې ډول زموږ هیواد او هیوادوالو ته زیان اړوي.
حکومت او امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټول قوت د دغو ورانکارو، وسله والو او تروریستي ډلو پر وړاندې شپه او ورځ لګیا دي او مبارزه کوي، مګر موږ ته د ولس په توګه څه کول پکار دي؟
موږ باید په ډېره اسانۍ د دغو ورانکارو په زړونو کې وېره او ډار واچوو او هغوی ته دا احساس ورکړو چې دوی د ولسونو په منځ او کلیو کې خوندي نه دي او دوی باید د دې هیواد له هرې شېلې، له هر کلي، هر فرد، هرې ونې او هرې غنې څخه د وېرې احساس وکړي او داسې وګڼي چې ممکن دغه ونه، غنه، ډبره او شېله امنیتي مسولینو ته خبر ورکړي او موږ له منځه یوسي.
مګر دا کار یوازې ولس هم په خپل سر هم نشي ترسره کولی. په دې برخه کې د حکومت زیات کار او زیار پکار دی، په دې کې شک نشته چې دوی په دې برخه کې ځینې ګامونه اخیستي او امکانات یې برابر کړي دي، مګر دا کافي نه دي، امنیتي او دفاعي ځواکونه باید د اعتماد فضا ایجاد کړي، خلکو ته دا وښیي چې سل په سلو کې د دوی غږ اورېدل کېږي. د دوی شکایت ته ارزښت ورکول کېږي او د دوی په خبرو باندې غور کېږي او د دوی شکایتونو ته رسیدګي کېږي، نو کله چې دغسې باور او اعتماد ایجاد شي، نو معلومدار چې ولسي همکاري ورسره ورځ تر بلې زیاتېږي.
څومره چې د امنیتي او دفاعي ارګانونو او ولسونو ترمنځ همکاري او همغږي زیاته او د اعتماد فضا رامنځته شي، نو همدومره به ورسره د وسله والو او تروریستي ډلو په زړونو کې وېره او ترس زیات او ولس به د دوی له شرارت او جنایتونو څخه په امان شي.