خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

یوازې په یوې اړیکې ژوند وژغورئ

محمدروښان ښاد
د ملي امنیت عمومي ریاست د خلکو د ژوند ژغورلو او د جرایمو د مخنیوي او د مجرمینو د نیولو په موخه دوه شمارې (۱۰۰۱ او ۱۹۱۹) اعلان کړې دي، مګر په دې برخه کې لا هم د ولس همکاري پڅه ده، ښایي دلیل یې دا وي چې په دې اړه خلکو ته سم پوهاوی نه وي شوی او یا هم ممکن ځینې خلک له دې ووېرېږي چې که له دغو شمېرو سره په اړیکه کې د ځینو مشکوکو مواردو په اړه خپل معلومات او مشاهدې شریکې کړي، نو د دوی ژوند ته به خطر پېښ شي.
مګر حقیقت دادی چې ستاسو د همکارۍ په صورت کې ستاسو هویت خوندي دی او هیڅوک هم نپوهېږي چې تاسو په هغه اړه اړیکه کړې او معلومات مو ورکړي دي، نو په همدې خاطر ټولو هیوادوالو ته ښایي چې که خپل د استوګنې، د کار ځای، لویو لارو، بازار او ښوونځیو او بل هر ځای کې کوم مشکوک کس ویني، نو لطفا دې د هغو په اړه امنیتي مسوولینو ته د همدغو اعلان شویو شمېرو له لارې خبر ورکړي.
د دغو اړیکو او همکاریو له لارې تاسو هم خپل ژوند ژغورئ، هم د نورو ژوند ژغورئ او هم د یو جرم د واقع کېدو او د یو ناورین د پېښېدو مخه نیسئ چې دا هم د ثواب کار دی او هم ستاسو اخلاقي او انساني وجیبه ده، ځکه د اسلام مبارک دین لارښوونه داده چې د بدو او ناروا کړنو مخه لومړی په لاس ونیسئ، که مو د لاس وس نه کېږي، په خوله یې ونیسئ او که مو دا وس هم نه وو، نو په زړه کې له هغه کس سره رخه وکړئ، نو د همدغه دیني لارښود په اساس موږ او تاسو باید هم له خپلو امنیتي او دفاعي ارګانونو سره په اړیکه کې شو او له دوی سره همکاري وکړو او هم د دې ترڅنګ خپل مسوولیت چې د ترور، وحشت، جرم او جنایت مخنیوی دی په دې برخه کې خپل رول ادا کړو.
د دې لپاره تر ټولو موثره، خوندي او ښه لاره همدا ده چې له امنیني او دفاعي ځواکونو سره په اړیکه کې اوسو او په دې ډول د دوی همکاري وکړو.  د همدغې همکارۍ د هڅونې لپاره  باید له یوې خوا عامه پوهاوی وشي او خلک خبر شي چې له دغو شمېرو سره اړیکه وکړي او له بل لوري امنیتي ارګانونو خلکو ته بشپړ ډاډ ورکړي چې د اړیکې او همکارۍ پرمهال د دوی هویت خوندي دی او هیڅوک هم نه پوهېږي چې د دغه مورد په اړه چا او څنګه اړیکه نیولې وه.