خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

مذاکرات بیا پیلېدونکي دي، خو بین الافغاني مذاکرات

ګلرحمن رحماني
په قطر هیواد کې د بندو دروازو تر شا د طالبانو او امریکایي استازو تر منځ  د سولې خبرې شاوخوا لس میاشتو چڼو وهلو وروسته ایله له نهم پړاو څخه تیرې شوې، مګر لا یې هم نه محسوسې پایلې معلومې وې او نه هم لسم پړاوو ته ورسېدې ، بلکې د ولسمشر ډونالډټرمپ له یو ټویټ سره هر څه پوپنا شول او له دې سره ټولو افغانانو د خوښۍ احساس وکړ، ځکه د دغو مذاکراتو له پیلولو سره په افغانستان کې جنګ، چاودنو، عامو وژنو او تاوتریخوالي شدت موندلی وو او هره ورځ زموږ هیوادوال شهیدانېدل.
د یادونی وړ ده چې د امریکا او طالبانو تر منځ په نهم پړاو کې د ځینو راپورونو پر اساس په ځینو مواردو د دواړه لورو تر منځ یو ابتدایه هوکړه لیک ترتیب شوی و، تر څو افغان ولسمشر او ډونالډ ټرمپ پر دغه هوکړه لیک لاسلیک وکړی ولسمشر غنی ته دغه هوکړه لیک خلیلزاد راوړ او غوښتنه یې ترې وکړه چې هوکړه لیک لاسلیک کړی، تر څو بین الافغانی خبرو ته زمینه برابره شي. ولسمشر غني له خلیلزاد څخه د وخت غوښتنه وکړه، تر څو دغه هوکړه لیک یو وار ولولي او په هغو مواردو ځان پوه کړي. ولسمشر غني چې هوکړه لیک ولیده، نو د هغه له لاسلیکولو یې انکار وکړ، ځکه هغه پوهېده چې د دې سند لاسلیک د هیواد په ګټه نه، بلکې په زیان دی.
د دغه هوکړه لیک په اړه داسې شکونه او اندېښنې موجودې وې چې ممکن د جمهوریت پرځای موقت حکومت او یا هم امارت راشي، امنیتي او دفاعي ځواکونه منحل شي، هیواد یو بل بحران ته داخل شي او په دې خاطر یې ولسمشر غني نه یوازې چې لاسلیکول مناسب ونه بلل، بلکې په وضاحت سره یې وویل چې دا سند ورته د منلو وړ نه دی، ځکه چې جمهوریت او امنیتي ځواکونه زموږ لپاره سرې کرښې دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني بار بار ویلي دي چې دوی تلپاټې او باعزته سوله غواړي داسې سوله چې د خدای رضا او د ولس هوساینه په کې نغښتې وي. دوی به پر افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو او جمهوریت نظام باندې هیڅکله له چا سره معامله ونه کړي، ځکه که هر څو په امنیتی او دفاعی ځواکونو او په اوسنی نظام کې کومې ستونځي او مشکلات وینی موږ سره دی همکاری وکړی تر څو په ګډه مشکل ته د پای ټکی کیږدو او پاتی شوه د موقت حکومت راتګ په افغانستان کې به هیڅکله موقت حکومت رامنځ ته نشی ځکه دا د ولس خوښه ده چې ولس څه شی غواړی خو انتخابات راروان دي ولس شفاف او عادلانه انتخابات غواړی په انتخاباتو کې ګډون وکړی او د خپلی خوښی وړ نوماند ته مو رایه ورکړی .
د ولس درایو او ملاتړ په پایله کې په ولسمشریزو ټاکنو کې دویم ځلي واک ته د ولسمشر غني له رسېدو وروسته به د سولې مذاکرات بیا پیل شي، مګر دا ځل به مذاکرات بین الافغاني وي او په دې کې به د کلي، ولسوالۍ، ناحیې، ګذر او هر افغان رول معلوم او څرګند وي او هیڅوک به یې په اړه هیڅ ډول تشویش او اندېښنه ونه لري.