په خپلو سرتېرو باور ولرئ
عبدالکریم مرام
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له شک وتلې چې خپله وړتیا ثابته کړې او په خپلو بېدرېغه مبارزو، اتلولیو او سرښندنو یې د ولس بشپړ باور او ملاتړ ترلاسه کړی دی او د افغانستان په تاریخ کې تر بل هر وخت د امنیتي او دفاعي ځواکونو په اړه زیاته اجماع موجوده ده.
ملا عباس ستانکزي چې کله د ملي اردو د منحل کېدو خبره وکړه، نو له توند ولسي غبرګون سره مخ شو، داسې غبرګون چې بالاخره نوموړي خپله خبره واخیسته او وې ویل، چې د دوی خبرې غلطې تعبیر شوي او موخه یې دا نه ده چې ملي اردو دې منحل شي، ځکه چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد د ملا د تیر حیثیت لري.
پر امنیتي او دفاعي ځواکونو دغسې ولسي او غوڅه ننګه او ملا عباس دېته مجبورول چې خپله خبره باید بېرته واخلي، دا له سرتېرو سره د ولسونو بېدرېغه مینه ښیي. مګر د دې باوجود لا هم په ډېرو مواردو کې خصوصا په کلیو کې خلک بې تفاوتي کوي. دوی په سترګو ویني چې دښمن د دوی په منځ کې ځای نیسيو فعالیت کوي، تبلیغات کوي، د دوی اذهان مغشوشوي او یا له کلیو څخه خپل د ورانکارۍ فعالیتونه ترتیبوي او ښارونو ته یې متمرکز کوي.
مګر ولسونه ځانونه ناګاره اچوي او داسې ګڼي چې ګواکې نه څه شته او نه یې هم څه لیدلي دي. د بې تفاوتۍ دغه حس باید له منځه یووړل شي. دا د کلي د مشرانو، د علماو، د مدني فعالانو، د ټولنې د بېلابېلو اقشارو د استازو او زموږ ټولو دنده او مکلفیت دی چې ولس د بې تفاوتۍ له حالت څخه راوباسو او هغوی په دې وپوهوو او دېته یې وهڅوو چې د دغسې مواردو د لیدلو پرمهال باید سملاسي مسوولین په جریان کې کړي، مسوولینو ته خبر ورکړي.
د دې ترڅنګ باید حکومت هم په دې برخه کې د عامه پوهاوي ترڅنګ اقدامات وکړي او ولسونو ته ووایي چې شپه او ورځ له دوی سره په تماس کې اوسي. دوی دې د وېرې او بې باورۍ احساس نه کوي او نه دې له دې وېرېږي چې که دوی امنیتي او کشفي ارګانونو ته خبر ورکړي، نو وسله وال مخالفین به یې وپېژني او دوی ته به زیان ورسوي. مخالفین هیڅکله هم په دوی ځکه نه خبرېږي چې امنیتي او کشفي ارګانونه د دوی هویت پټ ساتي او هیچاته به هم د دوی په اړه معلومات ورنه کړي، دوی دې یوازې او یوازې په خپلو اتلانو باورمند اوسي.