خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

خلیلزاد په کانګرس کي

واحد فقیري

خلیلزاد به نن د امریکا په کانګرس کي په محرمانه استماعیه غونډه کي حاضر سي، او د کانګرس غړو ته به د افغانستان د سولي په اړه معلومات ورکړي.

د خلیلزاد تر محرمانه استعماعیې غونډي راوروسته به د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله، اغلې الیس ویلس، د کانګرس غړو ته د افغانستان د سولي په هکله په عام محضر کي معلومات ورکړي.

د امریکا د ولسي جرګې د خارجه کمېټې ریس، ښاغلی انګل، وايي«ما ترجیح ورکوله چي خلیلزاد په عام محضر کي راښکاره سي، خو اوس هم خوشحاله یم چي زموږ غړو د دې فرصت تر لاسه کړی چي د سولي په اړه سوالونه مطرح کړي.»

خلیلزاد د امریکا سناتورانو ته معلومات ورکړي دي،‌خو نه يې غوښتل چي د ولسي جرګې غړو ته معلومات ورکړي، ‌ځکه ولسي جرګه د ډیموکراتانو په کنټرول کي ده.(رویټرز)