چین ته د طالبانو د سفر په اړه د سهیل شاهین ټویټونه
دا.ا.امارت د سیاسي دفتریو نهه کسیز هئيت دا.ا. امارت د سیاسي مرستیال محترم ملا برادر اخندصیب په مشرۍ، د چین هیواد ته سفر کړی او نن یې په بیجنګ کې دافغانستان لپاره د چین د خاص استازي ښاغلي ډين شیجو او ورسره هئيت سره وکتل.
دواړو خواوو د امریکایي ټيم سره داسلامي امارت د ټيم په شویو مذاکراتو او توافقنامې خبرې وکړې. د افغانستان لپاره د چین خاص استازي و پتیله چې دغه توافقنامه دافغانستان د مسئلې د سوله ایز حل ښه چوګاټ دی او مونږ یې ملاتړ کوو.
همداشان ملا صیب برادر وویل مونږ د افغانستان د مسئلې د حل لپاره مذاکرات تر سره کړل او یوې هر اړخیزی توافقنامې ته ورسیدو. اوس که د امریکې ولسمشر له خپلې خبرې اوړي او خپلې ژمني نه مني، نو په افغانستان کې د هرډول وراني او وینې توئيدنې مسئولیت به یې په غاړه وي.
ملا صیب برادر وویل، مونږ په هرصورت کې له خپل ولس، هیواد او اسلامي ارزښتونو نه دفاع کوو.