خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

سیر بهادرزاده :هغه اتل چي په پېړیو کي یو ځل زیږي!

ولي نوري

افغانستان په هر ډګر کي کېدای سي د سیر په شان په زرګونو ستوري او اتلان ولري خو په دې ټولو کي سیر بهادرزاده تر ټولو ستر دئ. سیر ۳۲۹ کاله پخوا په کابل کي زېږېدلی دئ او د روسانو تر اشغال وروسته یې کورنۍ لومړی پاکستان او بیا له هغه ځایه چي سیر۱۵ کلن و هالنډ ته هجرت وکړ. سیر چي له کوچنیوالي یې له فزیکي سپورټ (مارشل ارتس) سره مینه لرله او په هالند کي د MMA  نامتو مشر (دوجو) چي په هالنډ کي د سپورټ په ډګر کي خورا لوی نوم لري د شاګر په صفت په ډېره  دلچسپي ومانه. بهادرزاده درې ځله په شوټو کي افغانستان ته د نړۍ قهرماني ګټلې ده او یو ځل د “ایم، ایم، اې” قهرمان سوی دئ او د فزیکي ورزش (رزمي) په ډګر کي د (وژونکي)، (ستر) او (ناک اوټ ارټیسټ) لقبونو ورکړل سوي دي.

ولي سیر له نورو افغان ورزشکارانو څخه جلا دئ؟

رزمي سپورټ ډېر قیسمونه لري لکه ټیکوانډو، جودو، کراټې، بوکسینګ، موتای، جوجیتسو، غیږنیول، کیک بوکسینګ او داسي نور. سیر د میکس مارشل ارتس لوبغاړی دئ، چي ښه بوکسر دئ، ښه لغته غورځولای سي او هم د غیږ نیوني ښه مهارتونه لري، خو د سیر تر پښې د هغه د لاس قوت په څو ځله زیات دئ. که څوک غواړي چي د رزمي سپورټ ډګر ته راسي باید ددې پورتنیو ټولو سپورټونو څخه یې باید یو څه خامخا زده وي خو په کیک بوکسینګ، غیږنیولو او جوجیتسو کي باید پوره ماهر وي.  میکس مارشل ارتس په نړۍ کي دوه ستر ډګرونه لري چي Mix Martial Arts Fighting یې په اروپا او The Ultimate Fighting Championship یې په امریکا کي دئ. سیر افغانستان ته درې ځله  په منځني وزن کي په جاپان، برازیل او اروپا کي د نړۍ قهرماني ګټلې ده. سیر له فغانستان سره خورا زیاته مینه لري او په ټولو مسابقو کي یې د افغانستان بیرغ پر اوږو وي. سیر په ۲۰۱۱م کال کي له MMA سره خپل قرارداد پای ته ورساوه او اوس په امریکا کي له UFC  سره قرارداد لري. په UFC کي یې تر دا مهاله شپږ مسابقې کړې دي چي درې یې ګټلې او درې یې د نامعلوم علت له کبله ریفریانو دده په تاوان اعلان کړې. دوې مسابقې یې د لاس د ماتېدو له اسیته پاته سوې خو راتلونکې مسابقه یې د سپټمبر پر ۲۸  په کوپنهاګن ډینمارک کي له مشهور روسي لوبغاړي اسماعیل نوردوف سره ده.

              د سیر ځانګړني:

سیر خپله ټوله حریفان له ټاکلي وخت څخه مخکي له پښو غورځولي (نک اوټ) دي او د سیر سوک زر کیلو وزن لري. سیر دا مهال د نړۍ د لسو مشهورو لوبغاړو په کتار کي دئ. سیر وایې چي په نړۍ کي هیڅوک یې په بوکسینګ کي له پښتو نه سي غورځولای او په دې وروستیو کي یې له فیول امریکایې تلویزون سره په مرکه کي وویل، چي دی په راتلونکو پنځو کالو کي په نړۍ کي داسي څوک نه ویني چي له ده دي په رینګ کي تر اول رونډ زیات وخت تیر کړي او که چیري دده کومه مسابقه له اول رونډ څخه واوړي، هغه به د سیر لپاره بده ورځ وي. سیر په ۲۰۰۹ م کال کي چي کله خپل برازیلي حریف کارلوس ته ماته ورکړه مطبوعاتو ته وویل چي دده مغز دونه تېز او قوي دئ چي په دې موجوده لوبغاړو کي هیڅ امکان نه لري چي هغه کشف کړي. بهادرزاده د امریکا په لاسویګس، د جاپان په توکیو او برازیل کي د د فلمي ستوري (راکسټار) غوندي له خلکو پټ ګرځي. سیر دا مهال په افغان ملي اردو کي د کمانډو د کنډک افتخاري غړیتوب لري او وایې چي د افغانستان لپاره خورا لوی پلانونه لري او د سپورټ د لاري غواړي د افغانستان نوم نړیوالو ته سم انځور کړي. سیر په ۲۰۰۹ م کال کي په هالنډ کي خپلي لوړي زده کړي په اقتصاد کي پای ته ورسولې.

د سپورټ په ډګر کي د سیر لقبونه:

سیر بهادرزاده په نړئ خورا ډېر ستر لقبونه لري چي تر ده مخکي خورا لږو کسانو ته ورکول سوي دي لکه ستر سیر (Siyar the Great)، وژونوکئ سیر (Siyar the Killer) او سیر ده نک اوټ ارټیسټ (Siyar the Knockout Artist).

سیر د میکس مارشل ارتس په ډګر کي:

سیر په ۲۰۰۷ م کال کي په جاپان کي د شوټو قهرمان سو.

سیر د ۲۰۰۹ م کال د اګسټ پر ۲۷ له خپلي قهرمانۍ څخه دفاع وکړه او خپل حریف لیندرو سیلوا یې په لومړي رونډ کي اوټ کړ.

سیر د ۲۰۱۰ م کال د اکتوبر پر ۱۶ ډیریک نوبیل په Ultimate Glory کي په لومړي رونډ کي له پښتو وغورځاوه.

سیر د ۲۰۱۱ م کال د مارچ پر ۱۹ خپل کاناډایې حریف نک اوټ کړ.

د ۲۰۱۱ م کال د مې پر ۲۸ یې د ټومي ډیپریټ په نک اوټولو سره یې د ایم، ایم ،اې ټورنمنټ وګاټه.

سیر له Ultimate Fighting Championship سره:

سیر د ۲۰۱۱ م کال د سیپټمبر پر ۳۰ له یو ایف سي سره قرارداد امضا کړ  او د بلاکزیلان له ټیم سره تمرین کوي.

سیر د ۲۰۱۲ م کال د اپرېل پر ۱۴ د برازیل د کمانډو افسر پاول تیاګو چي تر اوسه چا نه و نک اوټ کړي د لومړي رونډ په ۴۷ ثانیه کي نک اوټ کړ او له همدې کبله یې د هغې شپي اعزازي لقب وګاټه.

سیر د ۲۰۱۳ م کال د مارچ پر ۳ له دونګ هیون کیم سره لوبه وکړه خو لوبڅار لوبه د نا معلوم علت له کبله د کیم په ګټه اعلان کړه.

سیر د یو ایف سي او سټرایکفورس ددې لاندي قهرمانانو سره  تمرین کړی دئ:

Alistair Overeem, Fabricio Werdum, Sergei Kharitonov, Gegard Mousasi, Muhammed Lawal, Rashad Evans, Mark Munoz, Jason Miller

سیر تر دا مهاله ۳۳ مسابقې کړي دي چي ۲۴ یې ګټلې دي او ۱۷ مسابقې یې په لومړي رونډ کي ګټلي دي، یوه یې مساوی کړي ده او ۸ یې بایللي دي.

د سیر د مسابقو لینکونه:

http://www.youtube.com/watch?v=iuTAu4BtwIs

http://www.youtube.com/watch?v=csbmvOlQzAI

http://www.youtube.com/watch?v=vEWwNE0YqQY

http://www.youtube.com/watch?v=ngqknjc9ujA

http://www.youtube.com/watch?v=PFCCo7EDwsk

http://www.youtube.com/watch?v=XUNNlkZVkrY

http://www.youtube.com/watch?v=HFy3bHK4xcw

که غواړئ چي د سیر سره د فیسبوک له لاري ملګري سئ او د هغه له راتلونکو مسابقو څخه خبر سئ نو د هغه د فیسبوک پاڼه خوښه کړئ.  https://www.facebook.com/pages/Siyar-Bahadurzada/111392720960