خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

واشنګټن پوسټ: د افغانستان انتخابات به خونړي وي

واحد فقیري

واشنګټن پوسټ د سپټمبر پر ۲۵ لیکي په افغانستان کي د جمهوري ریاست انتخابات پداسي وخت کېږي چي په هیواد کي تشدد زیات سوی دی. پخوا، طالبانو پر خلګو باندي د رایه اچولو پر مهال حملې نه کولې، خو دا کرت ښايي پر هغوی باندي بریدونه وکړي.

واشنګټن پوسټ لیکي طالبان ښايي د خلګو د ډارولو لپاره له تشدده کار واخلي، څو خلګ په انتخاباتو کي برخه وا نه خلي.

اخبار لیکي د طالبانو د حملو د زیاتوالي بل علت ښايي دا وي چي عادي امریکایان د افغان د جنګ مخالف کړي، په تېره بیا اوس چي په متحده ایالاتو کي د جمهوري ریاست لپاره کمپېن روان دی.