سیاسي طنز
واحد فقیري
عصمت قانع صاحب یوه پېژندل سوې څېره ده. ژبه يې تېره او لیکل يې ښکلي دي. شاعر هم دی، او زه يې د کلام سره د ۱۹۸۰ د کلونو راهیسي اشنا یم. یو وخت په امریکا ږغ کي زما همکار هم وو. قانع صاحب د افغانستان د انتخاباتو د روان کشمکش په اړه په خپل ټویټر کي لیکي ول:
«دا ځل به نه کیري راځي او نه پمپي. دا ځل به ټویټي راځي. په یوه ټویټ به انا مړه شي، او تبه به يې سړه شي. هغوی چي د ټرمپ ټویټ ته خندلي وو، دا ځل به په کریغو کریغو ورته وژاړي. د نور محمد تره کي په اصطلاح نو دغه ده زموږ آغه.»
خالد ځدران صاحب د افغان سوشل میډیا په دنیا کي فعال شخص دی. او پدې ښکلي او جنجالي جهان کي زما اشنا هم دی. څو ځله مو په ټیلفون کي خبري هم سره کړي دي. مودبه او ځېرک ځوان دی. وطنپاله او دینداره شخص دی. ځدران صاحب د رواني انتخاباتي غوغا په برخه کي لیکي دي:
«د مسلمیار شاتګ!
وايي یو شغال په ځنګل کي روان وو. او ویل يې چي سپی خورم. لیوه خورم. پړانګ خورم. او زمری خورم. خو کله چي يې په ځنګله کي د زمري له سترګو سره سترګي وجنګېدې، نو په جګ آواز سره يې وویل: کله کله غول هم خورم!»