سیاسي طنز: طالبان ټایمز
د امریکا تر ټولو معتبر او مشهور اخبار نیویارک ټایمز یو وخت شکایت کړی وو چي د اشرف غني پلویان او خیاطان ورته «طالبان ټایمز» وايي.
نیویارک ټایمز ګیله وکړې وه چي د اشرف غني پلویان دونه ناپوه دي چي د ژورنالیزم او سیاسي طرفداري په معنی نه پوهېږي.
اوس نو دوستانو! تاسي خپله قضاوت وکړئ. د اشرف غني بې سواده او کودن پلویان به د بل مخالف سره څرنګه چلن وکړي.
دوی د واقعي ژورنالیزم د رسالت په مفهموم باندي نه پوهېږي.
یو څوک چي نیویارک ټایمز ته د «طالبان ټایمز» خطاب کوی، هغه خلګ باید یا پاګل وي، یا سیاسي ځناوران وي، او یا سوچ پوچ مکاران او دوراغجنان وي.
واحد فقیري