خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانه وکړه

لرحمن رحماني
د خوښۍ ځای دی چې افغانانو یو ځل بیا له ټولو ستونزو سره سره د ولسمشریزو ټاکنو بهیر چې د ډیموکراسۍ یو اصل او تمثیل دی  په ډېره ښه، شفافه او عادلانه توګه بشپړ کړ. د همدې اونۍ په لومړۍ ورځ  هر شخص د خپلې خوښی وړ نوماند ته رایه واچوله او نړیوالو ته یې قناعت ورکړ چې موږ په انتخاباتو کې هم په پراخ ډول ګډون کولی شو او وسله والو طالبانو ته یې هم په کلکه وویل چې موږ امارت نه جمهوریت غواړو او د سر په بدل یې غواړو، ځکه دوی د جمهوریت د ملاتړ لپاره د هیڅ خطر او تهدید پروا ونه لرله او په ډېر جرئت سره یې په ټاکنو کې ګډون وکړ .
افغانستان د خپل تاریخ له حساس پړاوو څخه تېرېږي او ډېرو دا ګڼله چې خدای مکړه افغانستان به یو ځل بیا یو بل ناورین ته ور داخل شي، له داخلي کشمکش سره به مخ شي، ټاکنې به هیڅ ترسره نشي او که بیا هم ولسمشر غني ټینګار وکړي، نو ولس به ټاکنو کې ګډون ونه کړي، مګر ډېر د خوښۍ ځای دی چې په ډېرو حساسو شرایطو کې ولس د امنیتي ځواکونو د امنیت په ډاډ راووت او د خپلې خوښي وړ نوماند ته یې رایه ورکړه .
ټول پوهېږو چې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان د برم ، عزت ، شرف ، خاورې ، ملي حاکمیت او ناموس ساتونکي دي ، هیڅوک او یا کوم شخص یا نوماند حق نه لري چې د هیواد د دغو صادقو او اتلو بچیانو د سرښندنو او ویاړونو په اړه نامناسبې څرګندونې وکړي .
ځکه چې زموږ سرتېري خپل سرونه د هیواد او هیوادوالو تر ناموس قربانوي. شپه او ورځ د هیوادوالو لپاره له خپلې ښادي او غم څخه بې برخي او د اختر په خوښیو کې د هیوادوالو د خوښیو د لمانځلو لپاره ټوپک په لاس ولاړ وي، تر څو هیوادوال خپله خوښي په شانداره مراسمو سره ولمانځي او د دې تر څنګ په ملي پروسو لکه ټاکنې او داسې نورو ملي پروسو کې د امنیت راوستلو لپاره لاس په ماشه ولاړ وي او د امنیت راوستلو لپاره هلې ځلې کوي .
ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هیواد په ګڼ شمیر ولایتونو کې یې د طالبانو بریدونه په شا وتمبول ، د ملې امنیت د عمومي ریاست له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دوی د انتخاباتو په ورځ هم د هیواد په بېلابېلو ساحو کې عملیات کړي . د ملي امنیت ځواکونو د کابل ولایت په مختلفو سیمو کې ۱۶ عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د مخالفینو ۱۴ غړي چې غوښتل یې د ټاکنو پروسه مختل کړی نیولي دي .