پر وسله والو طالبانو د سولې غږ
اېمل پیاوړی
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ملګرو ملتونو عمومي مجمع ته د وینا پرمهال یو ځل بیا په سوله والو طالبانو د سولې غږ وکړ. نوموړي وویل: ”طالبانو او د هغوی بهرنیو ملاتړو ته له همدې ځایه د افغان ولس یو پیغام لرم: له موږ سره د سولې په بهیر کې یو ځای شئ، کنه پر وړاندې به مو جګړه جاري وساتو. لکه څنګه، چې زما همکارې او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې عادله راز تېره اوونۍ په همدې ځای کې وویل زه هم وایم، چې په دې جګړه کې بریا زموږ ده.“
په دې کې شک نشته چې وسله وال طالبان هم په جنګ کې مات شوي او هم یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د جنګ توان له لاسه ورکړی دی، مګر د دې باوجود دوی لا هم په جنګ او خشونت تاکید کوي او له افغان دولت سره د سولې له مذاکراتو ډډه کوي، عمده دلیل یې دادی چې طالبان په خپل واک کې نه دي، د پاکستان او نورو استخباراتي کړیو په لاس کې دي او هغوی یې هره شیبه جنګ، تشدد، انتحار او انفجار ته لمسوي.
ښاغلي محب دا هم وویل، ”زموږ ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني دوه کاله وړاندې د ملګرو ملتونو په ۷۲ مه غونډه کې پر همدې ځای د هغو ابهاماتو په اړه پوښتنې را پورته او خبرې وکړې، چې نړیواله ټولنه ننګوي او اړتیا لیدل کېږي، چې د حل لپاره یې ټول په ګډه پر وړاندې ودرېږو. له هغې مودې را پدېخوا افغانانو په خپل هېواد کې یو څه ډېر ډاډ رامنځته کړی دی.“
په تېرو پنځو کالو کې له یوې خوا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه تمویل او تجهیز شوي دي او له همدې امله دوی تر بل هر وخت د دښمن پر وړاندې بریالي دي او په عالي مورال د هیواد د دفاع جنګ او مبارزه کوي او له بل لوري د دوی د قوت له برکته سولې ته فوق العاده زمینه برابره شوې ده او باور دی چې ډېر ژر به افغانان د باعزته او تلپاتې سولې خاوندان شي، ځکه چې سوله لا هم د ولسمشر غني مهم لومړیتوب دی او د سږکال ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال یې ژمنه وکړه چې د سولې طرحې یې حرکت ته اماده دي او چې ولس واک ورکړي، نو په ډېر قوت به د سولې په ګډون د انکشاف او ټولې طرحې عملي کړي.
ښاغلي محب په خپله وینا کې دېته هم اشاره وکړه چې ”موږ افغانان د ولسواکۍ او سولې لپاره پر خپله ژمنه ولاړ یو. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د یوه مسلکي او استوار بنسټ په توګه دا ثابته کړې، چې زمونږ له ډیموکراتیک بهیره ساتنه کولای شي او نړیواله ټولنه هم له دې بهیره د ملاتړ په برخه کې له افغان ولس او دولت سره په خواکې ولاړ دي، خو لاهم د هغو کسانو د موجودیت له امله، چې د سولې پر وړاندې ولاړ دي ابهامات موجود دي.“