خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

طالبان او پاکستان: د سولي خبري باید ژر تر ژره بېرته شروع سي

د پاکستان خارجه وزیر، شاه محمود قریشي، وايي طالبانو او پاکستان پدې موافقه وکړه چي د سولي پروسه باید تر ممکن حد پوري ژر تر ژره بېرته پیل سي. قریشي دا څرګندوني په داسي وخت کي وکړې چي د طالبانو د یوه عالي رتبه هیات سره يې کتل.

قریشي ویلي دي چي پاکستان به د سولي د بیا راشروع کولو په برخه کي د یوه صادقه مینځګړي نقش ولوبوي. قریشي وویل په افغانستان کي د سولي د ټینګولو لپاره «موږ یوازنی ممکن او مثبت آپشن» یو.

پاکستان ته د طالبانو د هیات سفر پداسي وخت کېږي چي خلیلزاد هم په اسلام آباد کي دی.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین ویلي دي چي موږ د سولي له پروسې څخه نه یو پر شا سوي، بلکي امریکایان پر شا سول. نو لهذا، هغوی باید د سولي د مذاکراتو د بیا شروع کولو «ابتکار» وکړي.

د طالبانو د ۱۲ کسیزه هیات مشري ملا عبدالغني برادر کوي. (رویټرز، اسوشیټډ پریس، ډان).

واحد فقیري