خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د جمهوریت او ولسمشر غني ولسي ملاتړ

محمدبشیر یوسفزوی
افغانستان له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې په جنګ او ستونزو کې دی، خو سږنی کال تر ټولو ډېر ستونزمن کال په دې وو چې له یوې خوا د امریکا متحدو ایالتونو غوښتل چې له وسله والو طالبانو سره د جوړجاړي له لارې یو ځل بیا افغانستان په تش میدان پرېږدي.
له بل لوري افغان سیاسیونو هم کله کراچۍ، کله اسلام اباد، کله مسکو، کله دوحې او کله ابوظبۍ ته د دې لپاره منډې وهلې چې د پردیو له لوري جوړ شوي حکومت کې د دوی سهم ورک نشي، مګر ولسمشر غني په یوازې ځان او په یوازې د دې ټولو توطیو او دسیسو پر وړاندې ودرېده او د امریکا په ګډون یې ټولو ته په وضاحت وویل چې له ټاکنو او جمهوریت مه واره بل هیڅ جوړښت افغانانو ته د منلو وړ نه دی. هغه په ټینګار سره وویل ټاکنې حتمي دي او خامخا به ترسره کېږي.
له همدې امله ډېر خلک حتی تر ټاکنو دوه درې ورځې لا دمخه هم په دې متیقین نه وو چې ټاکنې به وشي، ځکه چې له یوې خوا د هیواد سیاسي فضا خړه پړه وه او له بل لوري د طالبانو د بریدونو او تهدیدونو له امله ځینو اټکل کاوه چې ولس به هیڅ رایو ته را ونه وځي، مګر برعکس ولس په ټاکنو کې ګډون وکړ.
طالبانو او د هیواد دښمنانو د مختلفو لارو او د ډیرو منفي تبلیغاتو له لارې ډېره هڅه وکړه چې افغانان په دغه ملي پروسه کې ګډون ونه کړی خو هغوی خپلو موخو ته ونه رسیدل او ولس په پراخه پیمانه راووت او د خپلې خوښی وړ نوماند ته یې رایه ورکړه .
په لمړی سر کې له امنیتی او دفاعي ځواکونو په خورا ویاړ مننه کو چې واقعا یې خپل وقار او میړانه وښوده او افغان ولس د دوی په برکت په ډاډه زړه راووتل ، رایه یې وکاروله او خپل سرنوشت یې په خپله وتاکه .
د هیواد ملې امنیتی او دفاعي ځواکونو دا ثابته کړه چې د هر ډول دښمن په وړاندی په هر حالت کې  غاښ ماتونکی ځواب ورته ویلی شی او غیرتي ملي امنیتي ځواکونو د هیواد د دښمنانو ماتې په عمل کې ثابته کړه ، ځکه د هیواد دښمنانو ټول حکومت ته اخطار (چلنج) ورکړی و چې موږ به په ټول توان سره پرینږدو چې د هیواد هیڅ وګړی د رایو مراکزو ته لاړ شی او د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړی خو د طمعی خلاف افغان ولس په پراخه پیمانه له کورونو څخه راووتل او د خپلې خوښې وړ نوماند ته یې رایه ورکړه .