خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د واشنګټن پوسټ د مشهوري خبریالي اعتراف

«زه امریکايي نه یم، زه کاناډايي یم.»

اغلې پامېلا کانسټېبل لیکي:

پدې نژدو ورځو کي، زه د کابل بازار ته تللې وم، او هلته مي له ځینو افغانانو سره د سولي د مذاکراتو په باب خبري کولې. یوه افغان پوښتنه راڅخه وکړه چي زه د کوم ځای یم. ما پرته لدې چي فکر وکړم، ورته و مي ویل،«د کاناډا یم.» ما نه غوښتل چي د هغه سره په جنجال کي کښېوزم. د طالبانو د حکومت د رانسکورېدو څخه راوروسته، دا لومړی ځل وو چي زه مجبوره سوم چي خپل ملي هویت پټ کړم.

اغلې پامېلا کانسټېبل د طالبانو په دوران کي په افغانستان کي وه. په افغانستان کي د واشنګټن پوسټ د دفتر مشره وه. خو اوس غواړي چي خبریالي خوشي کړي،‌ او بېرته خپل وطن ته راستانه سي. هغه وايي چي امریکا دونه بدله سوې ده چي هغه به مجبوره وي چي د امریکا د روح د نجات لپاره مبازره شروع کړي.