خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

واحد فقیري

کلونه کلونه پخوا، مولوي محمد یونس خالص ته منسوب یو شعر خپور سوی وو چي اول او آخري بیتونه يې داسي وو:

آخره زمانه شوه غله اوښان وهي په بډه
رهبر چي شي بې لاري رهبران وهي په بډه

د مولوي خالص زمانه څه ساده غوندي وه. هله د بایومټریک خبري نه وې. خو اوس غلا، تقلب، او دغلبازي کمپوټري سوې ده، او د انټرنیټ په سرعت حرکت کوي.

یو وخت، د امریکا د دفاع وزارت اعلام وکړ چي د خپل کمپوټري سسټم د حفاظت لپاره هغه هکران استخداموي چي په هک کولو کي مهارت لري!

اوس، د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون وايي چي د کابل په شمول په څو ځایونو کي زورواکانو او دغلبازانو د بایومټریک سامان الات غلا – یا د مولوي خالص په اصطلاح – په ګنډه وهلي دي!

په افغانستان کي د انتخاباتو د ساتلو لپاره باید د بایومټریک د غلو د کشف او ګرفتارۍ لپاره نور پر مختللي بایومټریکي وسایل اختراع سي. ځکه داسي برېښي چي په انتخاباتو کي د کمپوټري ډېټا او چپسونو غلا ښايي یوازي په افغانستان کي سوې وي.

یو ځل بیا اول لمبر!