د خلیلزاد او طالبانو د ملاقات په اړه نوي معلومات
واحد فقیري
د اسلام آباد په ملاقات کي، خلیلزاد او طالبانو د بندیانو د تبادلې په اړه خبري کړي دي. پدې اسیرانو کي دوه پروفسوران – یو امریکايي بل اسټرالیايي – هم شامل دي. دواړه پروفسوران په ۲۰۱۶ کي په کابل کي برمته سول. د طالبانو یوه ویډیو ښيي چي هغوی سخت مریض دي.
طالبان وايي چي د هغوی څو ملګري د بګرام له زندانه آزاد سول. د بګرام محبس پخوا د امریکايانو تر مستقیم کنټرول لاندي وو، خو اوس يې افغانانو ته ورسپارلی دی.
د یکشبنې په ورځ، طالبان بېرته قطر ته ستانه سول. (اسوشیټید پریس)