خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د عراق تظاهرات

د عراق تظاهرات

څو ورځي کېږي چي په عراق کي پراخ مدني اعتراضات شروع دي. عراقي مظاهره چیان په حکومت کي د پراخ اداري فساد بندول غواړي. له حکومته غواړي چي بېکارانو ته کار پیدا کړي، او خلګو ته ضروري مقدماتي خدمات برابر کړي.

یوازي په تېره هفته کي، عراقي پولیسو لږ تر لږه ۹۱ تنه مظاهره چیان وژلي، او تر دوه زره زیات يې ټپیان کړي دي. خو د عراقیانو اعتراضونو لا زور کړی دی، او د اعتراض کونکو په مقابل کي د عراقي قواوو تشدد جهانیان دېته مجبور کړل چي د عراقي ځواکونو دا خشن اعمال وغندي.

د عراقیانو دا یو ناڅاپه اعتراضونه داښيي چي عام خلګ د عراق د فاسد حکومت له بې غوریو څخه پزي ته رسېدلي دي.

عراقي اعتراض کونکو د عراق صدراعظم دېته مجبوره کړ چي د مظاهره چیانو سره وګوري، او د هغوی مطالبې واوري.

د عراق ټاپ شیعه روحاني مشر، آیت الله علي سستاني، د حکومت تشدد غندلی دی.

نوټ: د عراق عمومي مدني اعتراضات دا څرګندوي چي کله یو ویښ ولس د خپلو حقوقو لپاره سره منظم او منسجم سي، د هغوی په مقابل کي هیڅ طاقت د مقاومت تاب نه لري. سمدستي د جهان خواخوږي او حمایت خپل وي. او په هیواد کي د اصلاح او پرمختګ سبب ګرځي.