هره ورځ ۲۱ تنه امریکايي متقاعد عسکر ځانونه وژني
په ۲۰۱۷ کي، ۶۱۳۹ امریکايي عسکرو خودکشي کړېده
په ۲۰۰۵ کي، ۵۷۸۷ امریکايي عسکرو خودکشي کړې وه
هره ورځ، ۲۱ تنه امریکايي متقاعد عسکر ځانونه وژني
د امریکا د متقاعدو عسکرو وزارت وايي چي له ۲۰۰۵ څخه بیا تر ۲۰۱۷ پوري د پخوانیو عسکرو په مینځ کي خودکشي ۶.۱ ٪ جګه سوې ده.
د امریکا په متقاعدو عسکرو کي تر عادي امریکایانو د خودکشۍ کچه جګه ده. عموما په زړو او مسنو متقاعدو امریکايي عسکرو کي خودکشي زیاته وي.
د امریکا د متقاعدو عسکرو وزارت وايي چي سم نیم امریکايي عسکر یو داسي امریکايي عسکر پېژني چي خودکشي يې کړې ده.
په امریکايي عسکرو کي د خودکشۍ سببونه
په امریکايي متقاعدو عسکرو کي، غم او د ګناه احساس د خودکشۍ عمده سببونه دي. د افغانستان، عراق، او نورو جنګونو له امریکايي عسکرو څخه د ژوند خوښي او ښادي لوټ کړې ده.
جنګ د عسکرو پر روحیاتو باندي دایمي اغېزه کوي، او هغوی د ابد لپاره د جنګونو له رواني منفي تاثیراتو سره مخامخ وي.
په امریکايي متقاعدو عسکرو کي د خودکشۍ یو علت د جنګ اوږدو والی دی. د افغانستان جنګ ۱۸ کلن سو. د جنګ د اوږد والي بل اثر دا دی چي زیاتره امریکايي عسکر څو څو ځله افغانستان او عراق ته استول سوي دي.
په ۲۰۱۸ کي، ۱۲ تنه امریکايي عسکر په افغانستات کي وژل سوي ول.
واحد فقیري