امنیتي او دفاعي ځواکونه د ولس سرې کرښې
محمدبشیر یوسفزوی
امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس په واقعي مانا په ملي الګو بدل شوي دي او ټول ملت ورباندې ویاړي، ځکه چې له یوې خوا دوی د هیواد او خلکو د ساتنې لپاره مبارزه کوي او قربانۍ ورکوي او له بلې خوا د ملي پروسو او ملي پروژو امنیت ته پاملرنه کوي. د بېلګې په توګه موږ او تاسو ولیدل چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو، په پارلمانuي انتخاباتو کې تاریخي کارنامه وکړه او دا یې په عمل کې وښودله چې امنیتي او دفاعي قواوې مسلکي، ملي او غیر سیاسي دي.
د جمهوري ریاست انتخابات هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو له برکته په ښه توګه ترسره شول. د هیواد په هیڅ یوه سیمه او د رایو ورکولو په کوم مرکز کې هیچا داسې شکایت ونه کړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونو دې د کوم نوماند په ګټه کمپاین کړی وي. د امنیت تامنیول، مداخله نه کول او د مداخلې مخنیوی د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي او اسلامي دنده ده.
د دې او ورته نوور کړنو او لاسته راوړنو له امله امنیتي او دفاعي ځواکونه د ولس په سرو کرښو بدل شوي دي او هیچاته د دې اجازه نه ورکوي چې د دوی په اړه اندکې داسې خبره وکړه چې د دوی مبارزو ته په کې په کمه سترګه کتل شوې وي. څه موده وړاندې چې ملا عباس ستانکزي د ملي اردو د منحلېدو خبره وکړه، نو پر وړاندې یې داسې غبرګونونه وشول چې هغه یې مجبور کړ او خپله خبره یې نه یوازې اصلاح کړه، بلکې له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه یې خپل ټینګ ملاتړ اعلان کړ.
سوله چې د افغانانو لویه هیله ده، که خدای کول رابه شي او له سولې وروسته به زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولیت لا زیات شي. هر افغان چې سوله مني، باید اطمنان ولري چې امنیتي او دفاعي ځواکونه په مسلکي چلند د دوی د مال او ځان او حیثیت دفاع کوي.
مګر سوله به یوازې او یوازې له افغان طالبانو سره کېږي، له القاعده، تروریستي ګروپونو او داعش سره به زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه ادامه ولري، ځکه بین المللي تروریستي ډلې له موږ څخه لاس نه اخلي او موږ باید په دې پوه شو چې دوی پر موږ هیڅ حق نه لري، د ولسمشر غني په وینا دوی افغانان نه دي، نه یې پوله راسره شریکه ده او نه پټی.
زموږ ملي وحدت او د ټولو افغانانو مساوات د اساسي قانون په فرمایش زموږ لوی ترینه پانګه ده. د افغانستان ملي ځواکونه د دغه لوی ارزښت او اسلامي هویت ساتونکي دي او شپه او ورځ په دې برخه کې ارزښتناک کوښښونه کوي.