شاهین: هند باید له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو په اړه اندېښمن نه وي
د طالبانو ویاند، سهیل شاهین، په یوې تازه مرکې کي ویلي دي چي طالبان به د هند پر خلاف و نه جنګېږي، ځکه له آزادۍ راوروسته افغانستان بیا ودانولو ته اړتیا لري. هغه وايي طالبان د ټولو ملکونو سره ښه ورابط غواړي.
شاهین وایي د افغانستان کشاله نظامي حل نه لري. که چیري امریکایان غواړي چي د افغانستان معضله فیصله کړي، هغوی مجبوره دي چي بېرته د مذاکراتو مېز ته راسي.
شاهین وايي که چیري ټرمپ مذاکرات نه وای لغوه کړي، اوس به وختي لا موافقه لاسلیک سوی وای.
- واحد فقیري