خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

بامیان له ماینونو څخه پاک سو

تېر کال، هره ورځ ماینونو په حد وسط توګه څلور تنه افغانان وژل او یا يې ټپي کول. پدې تېرو ۴۰ کلونو کي ماین پاکانو څه د پاسه ۱۸ میلونه ماینونه پاک کړي دي. په افغانستان کي تر بل هر ملک زیات ماینونه ښخ دي. زیاتره ماینونه نقشه او ریکاډ نه لري.

د اکټوبر په آخر کي به بامیان د ماینونو څخه پاک اعلام سي. د بامیانو د ماینونو په پاکولو کي ځايي ښځو عمده نقش لوبولی دی.

د بامیان د ماین پاکانو یوه غړې، اغلې عطايي، وايي،«موږ په بامیان کي ماینونه پاک کړل. خو ۳۳ نور ولایتونه لا پاتي دي. موږ چمتو یو چي هلته ولاړي سو.»

د بامیان ماین پاکاني د ډنمارک د ماین پاکانو د ډلي سره کار کوي.(ټلګراف)

واحد فقیري