ملګري ملتونه: د انتخاباتو په ورځ ۸۵ کسان وژل سوي او ۳۷۳ ټپیان سوي ول
ملګري ملتونه: د انتخاباتو په ورځ ۸۵ کسان وژل سوي او ۳۷۳ ټپیان سوي ول
ملګري ملتونه په یوه تازه رپوټ کي وايي د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کي د پراخو غیر قانوني اعمالو او د زیات تقلب الزامونه لګېدلي دي. د م. م رپوټ وايي د انتخاباتو په ورځ ۸۵ کسان وژل سوي، او ۳۷۳ تنه زخمي سوي ول. م. م وايي اکثره دا تلفات (۸۰ ٪) د طالبانو په حملو کي رامینځته سوي دي.
م. م وايي په انتخاباتو کي د خلګو ګډون ډېر کم وو، او دواړو مخکښو کاندیدانو د خپلي کامیابۍ په اړه مخکي له مخکي جنجالي ادعاګاني کړي دي. (اسوشیټد پریس)
واحد فقیري