د ولس او امنیتي ځواکونو همکاري لازم او ملزوم ده
محمدبشیر یوسفزوی
هر وخت چې د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه په سیاستونو کې ښکېل شوي دي، نو ولسونه یې پر وړاندې ودرېدلي، پاڅونه یې کړی او یو د بل په تقابل کې سره واقع شوي دي او په پایله کې یې وطن ته سخت زیان رسېدلی دی. د تېرو څلوېښتو کالو د جنګونو او بحرانونو له امله افغانستان داسې بدې ورځې هم تجربه کړې چې ولس د خپل وسله وال پوځ پر وړاندې ودرېد او وسلې ته یې لاس کړ، ځکه چې د ثور له کودتا سره سم امنیتي او دفاعي ځواکونه د ولس پر وړاندې ودرېدل. له همدې امله ولس هم بې تفاوته پاتې نشو، بلکې وسلې ته یې لاس کړ او په دې منځ کې له یوې خوا دواړو غاړو ته سخت تاوانونه واوښتل، له بل لوري د شوروي اتحاد پوځي یرغل ته زمینه برابره شوه، ولس بې وطنه او کډوال شو او تر ټولو بده لا دا چې همغه جنګ او بحران دادی څلوېښت کالو ته وغځېده.
له دغو ناخوالو څخه په عبرت اخیستلو باید د دې هڅه وشي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه له سیاستونو څخه راوګرځول شوي او یوازې په خپله مهمه او مقدسه دنده چې د وطن دفاع او خلکو ساتنه ده تمرکز وکړي. په تېرو څلوېښتو کالو کې له بده مرغه نه یوازې دېته پام ونشو، بلکې امنیتي او دفاعي ځواکونه ورځ تر بلې په سیاستونو کې ښکېل شول او همغه وو چې امنیتي او دفاعي ځاکونو خپل باور او ولسي ملاتړ له لاسه ورکړ.
مګر له کومې ورځې چې ولسمشر غني واک ته ورسېده، نو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز ترڅنګ یې دېته هم جدي پام وکړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه څنګه له سیاستونو څخه خپلو اصلي دندو ته ور وګرځوي، په همدې موخه بار بار قول اردوګانو ته ولاړ او له هغوی سره یې په مخامخ لیدنو کې په همدې ټینګار وکړ او په وضاحت یې ورته وویل چې تاسو په کوم مشخص، قوم، ژبې ، سمت او حزب پورې اړه نه لرئ، تاسو د ټول افغانستان یاست او په همدې خاطرپه وړو سیاستونو کې ځانونه مه ښکېلوئ.
د ولسمشرغني د همدغې هڅې او کوښښونو له برکته دادی نن زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په واقعي مانا ملي او بې طرفه دي او ټول تمرکز یې د دښمن په ځپلو او د هیواد په دفاع او د امنیت پر تامین دی او څومره چې زموږ ځواکونه مسلکي شوي دي، نو همدومره یې ولسي باور او ملاتړ هم ور خپل کړی دی. د ولسونو او امنیتي او دفاعي ځواکونو باور او همکاري نهایت حتمي ده، ځکه چې دښمن ته د مداخلې او تخریب ذره زمینه هم نه برابرېږي، نو د ولس او امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ همکاري باید لا زیاته وهڅول شي، تر څو یو بل ته لا زیات نږدې او یو پر بل باورمن شي.