خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د امریکايي عسکر تناسلي اله پيوند سوه

 

د امریکا د جان هاپکینس د پوهنتون په روغتون کي، امریکايي ډاکټرانو د هغه امریکايي مرین عسکر تناسلي اله ور پیونده کړه چي په افغانستان کي يې په یوې چاودني کي بایللې وه.

زخمي مرین عسکر ښاغلی رې نومېږي، او په ۲۰۱۳ کي يې د یوې چاودني په ترڅ کي دواړي پښې او تناسلي اله له لاسه ورکړې وه.

هغه وايي چي د تناسلي الې بایلل ډېر ځوروی. «کله چي ډاکټرانو ما ته وویل چي هغوی زما تناسلي اله را پیوندولای سي، ما د راحت سا وایستله.» دا پيوند ۱۴ ساعته وخت وغوښت.

څه د پاسه ۱۳۶۷ امریکايي عسکرو خپل تناسلي الې په چادونو کي بایللي دي. یو جراح ډاکټر وايي،«کله چي یو ټپي امریکايي عسکر روغتون ته راوړل سي، هغوی د خپلو پښو په باره کي سوال نه کوي، بلکي کله چي پر سد راسي، سمدستي د خپل تناسلي الې په باب پوښتنه کوي.» دا جراح زیاتوي،«د هغوی لپاره دا مسله ډېر زیات اهمیت لري.»

ډاکټران وايي کله چي د یوه زخمي عسکر تناسلي اله په موفقیت سره پیوند سي، دا عسکران له ډیري خوشحالۍ څخه ژاړي.(واشنګټن ایګزامینر)

واحد فقیري