د انتخاباتو کمیسیون: څه د پاسه اووه لکه رايي به باطلي سي
د انتخاباتو کمیسیون وايي چي تر اوسه پوري يې له ۲.۷ میلون رایو څخه اووه لکه رايي باطلي کړي دي. دا کمیسیون وايي چي یوازي به بایومتریکي رايي حساب کړي.
د انتخاباتو کمیسیون وايي چي تر اوسه پوري د رایو له ۸۵ ٪ محلونو څخه بایومتریکي رايي تقریبا ۱.۷ میلون رایو ته رسېدلي دي. کمیسیون وايي کله چي له بایومتریکي رایو څخه دوه ځلي رايي تصفیه سي، د رایو شمېر څه نور هم راکښته سي.
داسي ښکاري چي په بغلان، پکتیا، کندهار، او هلمند کي تر بل هر ځای زیات تقلب سوی دی. (ازادي راډیو انګلیش)
واحد فقیري