خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د ننګرهار بزدله ولایتي اداره

که څه هم تر اوسه پوري د هسکي مېني د وحشیانه حملې مسولیت رسما چا نه دی منلی، خو پدې حملې کي هر ځای د داعش د ګوټو نښان له ورایه ښکاري.

دمګری، د دې نامردانه حملې د شهیدانو شمېر ۶۶ او د ټپيانو شمېر ۳۶ ته رسېدلی دی. همدااوس لا دې جنګي جنایت د جهانیانو کرکه راپارولې ده.

طالبانو د هسکي مېني حمله په کلکه غندلې ده، او د انتقام او مجازات ورکولو وعده يې کړې ده. امید دی چي دا کار ژر وکړي.

بلخوا، د ننګرهار بې کفایته ولایتي ادارې د تل په شان دا نامردانه حمله فقط تقبیح کړې ده، او پدې ترتیب يې ځانته څه قلابي برأت ورکړی دی. خو د هغوی دا مذبوحانه کوښښ د افغان ولس قناعت نه سي تر لاسه کولای.

بل پلو، کله چي د ننګرهار په درنې او تاریخي سیمه کي، امریکايي اشغالګران کوم ښکاره بربریت او وحشت وکړي، د ننګرهار بزدله ولایتي اداره مدام ځان پټوي، او له ډاره خپلو بادارانو ته سوڼ هم نه وهي. او لکه شغالان په غارونو ننوتلي وي.

داسي ښکاري چي پدې وروستیو وختونو کي د ننګرهار ویاړینه او له برمه ډکه سیمه عمدا په نښه سوې ده. او امریکا، داعش، ارګ، او د ننګرهار ژاولنه ولایتي اداره په ګډه غواړي چي پدې منطقه کي د آزادۍ، حق، او استقامت نوغی وباسي. زړور او بهادر ننګرهاریان مطیع او ډاروي. او په مجموع کي افغاني احساس ترې لوټ کړي.

خو داعش، امریکا، ارګ، او د ننګرهار ولایتي اداره باید پدې پوه سي چي د ننګرهار څخه به یو وخت هرو مرو د حق او ملي مبارزې یو جوړونکي طغیان او سیلاب راپورته سي. یو ستر او رشتین انقلاب به ترې جوړ سي، او بالاخره به ارګ، امریکا، داعش، او د ننګرهار ولایتي اداره د عدم کندي ور ټېله کړي.

واحد فقیري