د هسکې مېنې ماتم
محمدروښان ښاد
د افغانستان بزدله دښمنانو پرون په هسکه مېنه کې زموږ په هیوادوالو په داسې وخت کې تروریستي برید وکړ چې د جمعې لمونځ یې ادا کاوه. خدای ناترسه دښمنانو پر طاعت او عبادت بوخت بې ګناه هیوادوال د خدای په کور کې په وینو ولمبول.
تروریستي ډلې او ګروپونه چې په مخامخ جنګ کې مات شوي او زموږ له مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخېدو جرئت نه لري، نو دوی د خپلې شرمېدلې ماتې غچ زموږ له بې ګناه هیوادوالو څخه اخلي او پر هغوی باندې بریدونه کوي.
د افغانستان دښمنان که دا فکر کوي چې په دغه ډول بریدونو، جنایتونو او وحشتونو سره به دوی او د دوی بادران په افغانستان کې خپلو شومو موخو ته ورسېږي او یا به افغانان د دوی پر وړاندې تسلیم شي، نو بیا دې فکر وکړي، ځکه د تاریخ په اوږدو کې افغانان د هیڅ جابر ، ظالم او یرغلګر پر وړاندې نه یوازې چې تسلیم شوي نه دي، بلکې په ټینګ هوډ او عزم د دښمن پر وړاندې ودرېدلي او هغوی یې مات کړي دي.
لکه څنګه چې وسله وال طالبان، داعش او نور تروریستي ګروپونه زموږ ویاړلو امنیتي او دفاعي ځواکونو مات کړي او هغوی یې په مخامخ جنګ کې په شا کړي دي، نو همداسې زموږ نیکونو هم د نړۍ یرغلګر زبرځواکونه له هیواد څخه شړلي وو.
افغانان د تسلیمۍ خلک نه دي او د وسله والو طالبانو غوندې وحشي ډلې ته خو هیڅ وخت ځکه نه تسلیمېږي چې دوی د افغانستان له بربادۍ، بدمرغۍ، وژنو، جهالت او تاریکیو مه واره بله هیڅ برنامه او پیغام نه لري. دوی د پردیو لاسپوڅي دي او د هغوی د خوشالولو لپاره زموږ عام هیوادوال په نښه کوي.
ولسونه باید همت وکړي او دغه جهال او تروریستان له خپلو سیمو او کلیو څخه وشړي او هغوی ته ځای ورنه کړي او که فکر کوي چې دوی یې پر وړاندې کمزوري دي او یا د دوی له شرارت او وحشت څخه وېرېږي، نو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دې د دوی په اړه معلومات ورکړي چې هغوی یې تعقیب کړي او وې ځپي. دا وحشیان باید نور زموږ په کلیو کې ځای ونه لري، ځکه دوی د لستوني د مارانو په څېر هم زموږ له خلکو او د دوی له کورونو څخه د سپر په توګه استفاده کوي، هم د دوی تر شا ځانونه پټوي، د دوی ډوډۍ خوري او بیا بېرته زموږ په هیوادوالو باندې بریدونه کوي. دا وحشیان باید له کلیو او محلو څخه وشړل شي.