خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

اروپايي اتحاد: د اوربند چانس زیات سوی دی

واحد فقیري

د اروپايي اتحاد چارواکي وايي د طالبانو سره د سولي د خبرو ړنګېدل د عمومي اوربند د ټینګولو لپاره ښه فرصت برابر کړی دی.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاد خاص استازی، رولانډ کوبیا، وايي،«دا یوه ښه موقع ده چي نه یوازي تشدد راکم سي،‌ بلکي یو ګام مخته ولاړ سو، او یو اوربند قایم کړو.»

ښاغلی کوبیا وايي اصلي مسله دا ده چي څرنګه د اوربند نظریه تقویه وکاندو، او وې نه ځنډوو. ځکه «نن ورځ یو فرصت ترلاسه سوی دی.»

ښاغلی کوبیا زیاته کړه،«طالبان ښايي په څو میاشتو کي په یو شکل د اشکالو بېرته پر قدرت راسي،» نو لهذا هغوی به د اروپايي اتحاد سره د روابطو د ښه کولو لپاره اوربند ته غاړه کښېږدي.

هغه علاوه کړه،«اوربند به د ښه نیت او ضمانت یوه بېلګه وي، او دغه راز به د اروپايي اتحاد سره د عادي اړیکو د ټینګولو لپاره یو ښه فرصت هم وي.» (فراېنس ۲۴)