مینه، بېلتون، او عرفاني مزل: د عطایي ملا پر یوشعر ځیني تبصرې (۴ برخه)
لیکوال: ډاکټر جنید شریف
د اشراق حماسه
ــــــــــ
د منظومې د اول سبق متن
مدخل:
ـــــــــــــــــــــــ
طالب:
اې پردیسه، ببرسرې اوږد لمنې
د سفر په دوړو پټ مخ او لاسونه
زخمي پوندي، وچي شونډي
هېښ کاته، ستړي آهونه
ببرږیرې، سلېدلې، هډ او پوست زمول اندامونه
د تندي ګونجو کي لیک مرموز داستانه
اې پردیسه ببرسرې
ورک حیران، اوتر پرېشانه
په نامه زموږ انسانه
دا ته (!) څوک يې؟
دا له کومه راروان يې؟
چيرته درومې، څه دي هیله؟
څه دي شغل، څه دي مینه؟
د سفر پړاو دي چیري ؟
کومه موخه کومه پوله ؟
***
لږ په حال د ځان مي پوه کړه
ګوندي وي چې زه دي دوست سم
ګوندي وي چي سره خپل سو
ګوندي وي چي سره مل سو
زه هم ستا شانتي پردېس یم
زه هم ستا شانتي پردی یم
زه هم ستا شانتي یوازي
د ژوند ستړی لاروی یم
خو ته زوړ يې د وختونو
زه د وخت تنکی زلمی یم
***
ستا څېره کي یو څه مینه
ستا په سترګو کي څه مهر
زما د پلار مینه په راسي
خو ته هغه شان هم نه يې
هغه ټول عقل او حلم
ته اوتر شانتي ښکارېږې
هغه ښه انداز د ژبي
ته خاموشه معلومیږې
يې هوښیار خو لیونی غوندي ښکارېږې
ترهېدلی، بوګنېدلی
له خپل ځان څخه پټېږې
***
خیر! خیر خپه مه سې
يه پردېسه ببرسرې
ببرږېرې سولیدلې
له سفره ستړی سوې
لږ مي پوه د ځان په خوله کړه
لږ مي سوال د ذهن حل کړه
که ملنګ د افسانو يې
نو په دې وره کي هم حل کړه
*****
ملا: هان، هان جو (۱) هان
زه به څه وایم چي څه یم
را روان د بل په حکم
را پردېس د بل په خوله یم
زه شپونکی د ورکو هیلو
زه قاصد د ګونګۍ میني
زه داستان د هېرو ورځو
زه کاروان د تللو شپو یم
زه له لري راروان یم
زه یو ورکي خوا ته ځمه
***
زما ژبه د رمزونو، زما پوهه د سوچونو
زما عقل محسور سوی
زما ذهن مجبور سوی
زما مینه ورکه سوې
زما جمال ډبره سوی
زما رنګ (!) بېرنګه سوی
زما لار بې لاري سوې
***
زه د زړه د ښار ملا یم
زه د سترګو د کور غل یم
زه د روح ستړې وږمه یم
زه د ژوند تږې کیسه یم
زه لا لا ليونی کړی
زه خانانو راشړلی
زه بلا یم اسیر کړی
ملایانو تکفیر کړی
زه یو هېره ورکه څارم
زه یو ګونګه مینه پالم
زه په پټ حسن مین یم
زه یو تللی جانان غواړم
***
زه به څه وایم چي څه یم
زه به څه وایم چي څه یم
را روان د بل په حکم
را پردېس د بل په خوله یم
***
زه لا لا د ليونیو
زه مجرم یم د خانانو
زه بلا یم د وهمونو
زه ملا یم د رمزونو
زما کار مینه ښوول دي
بې سامانه ليونو ته
***
زما وطن د جنون دښته
ټولوم کاڼي ویشتو ته
اوبوم ريښې د ګرګو
ورکوم ژبه اغزو ته
***
زما هنر د بت نڅا ده
د بلا له برکته
زما ذوق له خلکو تيښته
د ملا له نصیحته
*****
طالب: ای د عشق په کتاب پوهه
ای د رمز د ژبي یاره
ای د حسن له ادا مسته
په بېرنګه رنګ، رنګ سوې
ای د ژوند په جام بدمسته!
ته رښتیا چي فرزانه يې
ستا انداز قلندري دی
خو د عقل خزانه یې
ته له تندي تږی نه يې
ته د ژوند د سیند په تل کي
د رڼو اوبو چینه یې
ته له لاري ستړی نه یې
ستا سفر نه دی یکړه
لا لا بولې ورسره یې
ته پلزن د چا د پله يې
لارویو ته اسره يې جانان بولې ورسره يې
***
ستا له میني ستا له خانه
ستا له رنګه (!) ستا له لیاري (!)
لږه ما هم خبردار کړه
ستا له ښهره ستا له کوره
ستا له وهمه ستا له خیاله
لږه ما هم برخوردار کړه
لږ سبق د میني راکړه
لږ راوښيه خانان ستا
لږ دي رنګ د بلا وایه
لږ دي لار د ملا ستایه
***
زه طالب د حسن او میني
ته ملا د رنګ او لاري
***
ما ته پلار هم وړکتوب کي څه درسونه دي ویلي
څه د میني څه د حسن
څه د رنګ او لاري توري
څه د خان او لا لا مینه
څه د حسن او عشق جنګونه
دا د رنګ او بلا توري
دا د ژوند او ملا ټکي
زما د یاد په حافظه کي
له پخوا هم څه ښورېږي
***
خو زه پوه ورباندي نه سوم
بابا ولاړئ زه تنها سوم
د دنیا په جنجالونو
له سبقه راجلا سوم
***
کاشکي بیا هغه کتاب وای
کاشکي بیا هغه درسونه
کاشکي بیا هغه حاشې وای
کاشکي بیا هغه متنونه
***
ملا راسه! ملا راسه !
ملا تم سه، ملا تم سه
زه طالب د حسن او میني
ته ملا د رنګ او لیاري
راځه جوړه حجره کړو
د لالا نغمه توده کړو
***
لږه دمه دلته وکړه
لږ دي پیټی له شا کیده
لږ مي سوال د ذهن حل کړه
لږ مي پوه د ځان په ژبه
لږ دي راز د رمز راخپل کړه
*****
ملا : هان هان جو هان
دا منمه، دا منمه
دا منم ځوانه طالبه
چي زما زده ها به در زده کړم
ستا د ذهن سوال به حل کړم
تا به پوه د عشق په ژبه
تا به پوه د حسن په رنګ کړم
خو!
خو یو شرط به پکي دا وي
په دغه به مو وعده وي، په دغه به بسم الله وي
چي څه وایم هغه زده کړه
چي زه یمه داسه مسه
***
طالب : ولي؟ ولي؟ ملا ولي ؟
دا دي څه جوړه معمه کړه
***
ملا : ملایي زما رمزونه د قال ژبه
د څو تورو ملکي ده
دا د جو د خیال خاني ده
او کول خو زما حال دئ
هغه پټ دننه روح کي، یو مبهم غوندي جهان دئ
بې تعبیره شان واکدار دئ، د کولو بولۍ بولي
دا بولۍ یوازي ما ته
داسي نه چي و هر چا ته
***
طالب: پوه سوم، پوه سوم
دا هغه زړه خبره
دا هغه پخوا متل دی
چي ملا کړي هغه مه کړه، او چي وايي هغه وکړه
*****
طالب: زما د پلار له سبقونو
له زړو پاڼو او لیکو
ما ته څو توري یادېږي
زما په ژبه کي خواږه دي
زما و سترګو ته ښایسته دي
خو دا ژبه د رمزونو، زه به څه باندي پوهېږم؟
دا خو کار د فرزانه و
د هوښیارو مستانه و
دا خو ژبه د پېریانو، دا خو کار د ملایانو
هغه توري ملا دا دي
۱ــ «مینه تنده د دیدن ده، وصل اور دئ
وفا غلې له حیا نه، جانان کور دئ
د لا لا سندره بولي لیلا ورکه
مجنون خاوري ښکلوي مطلب يې نور دئ»
۲ــ «د صورت د بت له سترګو فتنه پاڅي
نظر ما ته آئینه کړه صورت څاڅي
خان د خط فرمان راوړی انداز بل سو
د جلال پرده کي نغښتی جمال ناڅي»
۳ــ « د وحدت له جبره شپه د رنګ تیاره ده
د کثرت په ادا ورځ خاندي نشه ده
دا چي ښار د عقل وران جنون باچا سو
دا بلا له کومه راغله څه کیسه ده؟»
۴ــ «لار تدبیر وېرانه کړې قدم ګوره
د ثواب له ګناه تښته صنم ګوره
طالبانو د محراب ډیوې کړې تتي
ملا ځان له په دوهۍ کي همدم ګوره»
اول سبق
«مینه تنده د دیدن ده وصل اور دئ
وفا غلې له حیا نه جانان کور دئ
د لالا سندره وايي لیلا ورکه
مجنون خاوري ښکلوي، مطب يې نور دئ»
*** ****
ملا: مینه تنده د دیدن ده
مینه؟… تنده؟…
ښه ښایسته تعبیر د میني
چي هم ښکلی هم رښتیا دئ
هم په خوله کي ښه جوړېږي
هم په ذهن کي ځایېږي
هم احساس ته آشنا دئ
هم تاریخ د آدمزاد کي
هم کتاب د تجربو کي
منل سوی حق رښتیا دئ
همدغه مناسب وصف دئ
همدغه ښایسته تعریف دئ ..
مینه… تنده…
مینه تنده، مینه تنده او دا تنده داسي تنده
چې هيڅ ځای نه اوبه کېږي
دا هيڅ وخت نه ختمېدونکې
دا هیڅ ځای نه درېدونکې
له ازله تر ابده
له پرونه تر سبا
له انسان سره ملګرې
له انسان سره آشنا
د مکان دا ارت غولی
د زمان دا اوږد واټن هم
دغه تندي ته وړوکی
دغه تندي ته لنډوکی
***
د وجود په لومړۍ ورځه چي کلال خټه لمده کړه
د تخلیق په اول ټاپي چي فطرت بټۍ توده کړه
دغه خټه وه ساز سوې
د هستۍ له سپېرو خاورو
له رڼو اوبو د میني
دغه لوښی چي کامل سو
د کمال په کارخانه کي
دغه لوښی چي رنګه سو
د جمال په ښایسته سترګو
دغه خټه چي پخه شوه
د جلال د اور بټۍ کي
دغه تنده هم پیدا سوه
د دې لوښي په وجود کي
د بدن دننه پود کي
غلې غلې غزیدله
پټه پټه خپریدله، لویېدله، لویېدله
چي ښه لویه سوه ښایسته سوه
په نازونو آراسته سوه
یو خودکامه معشوقه سوه
بې پروا مغروره ښکلې
بې پردې شان راښکاره سوه
***
د وجود د ښار ټولواک يې
په ادا د انداز خپل سو
هغه (!) واک د مکان ورکړ
هغه (!) واک د زمان ورکړ
نو د لوښي په وجود کي
د بدن دننه پود کي
په ښایسته تخت د معبود کي
معززه ميلمنه سوه
***
یوه شپه چي لویه شپه وه
د اختر ګرمه مېله وه
ټول ښار په مستۍ مست وو
لوی واړه ټول نڅېدله
پاسبانان د ښار بدمسته
په ګلیو په کوڅو کي
په رګونو، پلو، هډوکي
پاڅېدله، نړېدله، خندېدله، لوبېدله
دغه شپه زبرګه شپه کي یو رڼا راغله له لیري
دا رڼا له دې نه مخکي
چيري هم چا نه لیدلې
دا رڼا له دې نه مخکي
هېچا هم نه اورېدلې
یو رڼا وه زودګزره
بس په یو رپ کې راتله وه
بس همدې لحظه کې تله وه
***
خو سهار؟ حالات بدل وو
ټوله ښار په غمو سر وو
لوی واړه هک پک حیران ول
ټول له تندي کړېدله
په حسرت کي سوځېدله
نه هغه بساط د عېش وو
نه هغه پیالې د ملو
نه هغه مسته خندا وه
نه هغه شور و د ښکلو
نه هغه د لمر ښایست وو
نه هغه د خوښۍ کښت وو
نه هغه ډکي ویالې وې
نه هغه لمدې وږمې وې
خلکو تور کالي اغوستي
ځانله ځانله ژړېدله
ښځي جوړه د غم ورا وه
لور په لوري ګرځیدله
ماشومان له ويري چوپ وو
ليونیان له نرخه وتي
همغه شان خندېدله
همغه شان پسخېدله
***
«دا ماښام د شپې رڼا چي
زموږ له ښاره تېرېدله
د ټولواک واک يې اخیستی
باچا اوږد خوب کي ویده سو»
دا آوزا د ښار د مشر
چې هم مشر هم هوښیار وو
هم زبرګ او هم خود دار وو
***
مینه : واورئ، واورئ!
خلکو واورئ!
د وجود (!) د ښار ښاغلیو!
نور زما د واک بولۍ ده
ټول زما فرمان ته غوږ سئ
زه یم مینه، مینه، مینه
زما اصل نوم دی مینه
خو له ذاته لیونۍ یم، لیونۍ یم
رڼا ماته واک سپارلی
د وجود د ښار ټولواکه
کل اختیاره د هستۍ یم
زه یم مینه، مینه، مینه ليونۍ یم
***
رڼا څه سوه، رڼا څه سوه؟
دا رڼا وه که جمال وو!
نه، نه دا جمال نه وو جلال وو
هم جمال وو هم جلال وو
څه وه …؟ څه وه…؟
دا یو خوب وو که نشه وه؟
د اووم اسمان له ها خوا
د نورونو یو شغله وه
راغله ولاړه پلوشه وه
عجیبه شانتي قصه وه
دا مي هېر چي څنګه راغله
دا مي هېر چي چیرته ولاړه
دا مي هېر چي څه وه؟ څه سوه؟
خو اصلي خبره دا ده
چي رڼا له ما څه وړي څه راکړي
***
رڼا ما ته رابخښلې د دې ستر ښار پاچاهي ده
خو آرام يې له ما وړی!
هو آرام یې له ما وړی!
د آرام پياله يې یووړه
د غمونو ښار يې راکړ …
پاچهي ده، پاچهي ده
د یوې پيالې په بیه پادشاهي ده سلطنت دی
بس یو سوځنده حسرت دی
ټول بدن مي تندي وسو
مرګ له تندي مي قسمت دی
***
رڼا: تګ وخت کي ویله
زما لوري تې کتله
یه! زما لیونۍ میني
یه !زما ليواله تندي
یا په ما پسې رادرومه
یا مي لار د راتګ څاره
ستا آرام زما اسیر دی
ستا تقدیر زما تدبیر دی
ستا هستي دغه پياله ده
دا له ما څه راسره ده
خو دا واوره، چې يې بیه
د ژوند بیه! د ژوند بیه! د ژوند بیه!
***
زه هغه د بټۍ اور یم
ته هغه د خټي جوړه
تږې تږې پیمانه یې
زه هغه مرموز کلال یم
ته هغه خاوري اوبه یې
***
راسه راسه!
ګوره ګوره!
اوبه دلته پیاله دا ده
خو دا واوره چې بیه
د ژوند بیه د ژوند بیه
بیا هغه د بټۍ اور دئ بیا هغه خاوري اوبه
***
مینه: واورئ واورئ خلکو واورئ
د وجود د ښار ښاغیلو
زه خو مینه لیونۍ یم، لیونۍ یم
او اوس تږې، او اوس تږې
تږې ، تږې سخته تږې
سوځونکې شانتي تنده
دردونکې شانتي تنده
خوریدونکې شانتي تنده
ځورونکې شانتي تنده
***
زما تنده د دیدن ده
زما مینه له رڼا ده
رڼا پټه په پرده کي
او پرده د ژوند پرده ده
***
نړوم به ښار او کلي
سوځوم به تاسي ټوله
سوځوم به هر څه، هر څه
چې رڼا بېرته پیدا سي
چې زما تللی آشنا راسي
زما هستي سي بیا سېرابه
زما پياله بیرته پُرآبه
زما اور د بدن مړ سي
زه، اشناسو سره پاته
***
ملا: «مینه څه ده، مینه څه ده ؟
مینه ګوره لیونۍ ده
لیونۍ د دیدن تنده
او د یدن د بریښنا منډه
وصل اور دئ، وصل اور دي»
*****
د ښار نوي ټولواکمني
څه په قهر څه په مینه، څه په جبر څه په زوره
همدغه بولۍ بللې، همدغه نارې وهلې
مینه تنده ده او تنده!… وصل اور دئ! وصل اور دئ
مینه تنده ده او تنده
وصل اور دئ، وصل اور دئ
***
د دې ځوان تنکي وجود کي
د ګفتار له جدیته
د انداز له کیفیته
د حالاتو له ګرمیه
له یوې وروستۍ بولیه
له یوې وروستۍ بولۍ
وصل اور دی! وصل اور دی!
یو ناپېښه اور پيدا سو
ښار يې ټول لمبه لمبه کړ
وجود ټول رڼا رڼا سو
د هستۍ له لویه نومه
د ټولواک له سلطنته
د صانع له ستر خلقته
بس یوه شینکۍ لوخړه
څو سپېره د ایرو موټي
د مکان پر غولي پاته
هغه هم سیلۍ د ورځو
د زمان د باد له پوکو
د نېستۍ نامه ته نذر د هستۍ په نوم قربان کړل
***
خو!
خو عجیبه قصه دا ده
چې له دې عظیم قیامته
او له دې جابر هیبته
له دې لوی ښار د وجود نه
له دې ستر اور د نمرود نه
د وران سوي ښار کوڅو کي
د سوځلي کښت په پولو
د نکلونو هدیرو کي
دوه موجود ژوندي وجوده
له دې پيښو بچاو سوي
په دې اور کي پاته سوي
د پخوا په شان مرموزه
د پخوا په شان خودداره
د پخوا په شان خپلواکه
د پخوا په شان سرزوره او سرشاره
همغسي شانتي ګرځي
همغسي شانتي پرزي
یو ساکت حیرت خاموشه
له حیا ګوته په خوله
بل بدمسته غزلخوانه
ببرسری بې سامانه
ترهېدلی اوږدلمنی بې ګریوانه
ناخبره له جهانه
زموږ له مځکي له اسمانه
*****
لیونۍ اوس ټولواکمنه
بس د دغه دوو ښاریانو
د دې کلی د دې کور اوس
بس د دغه دوو یارانو
د دې توند خطاب د «واورئ»!
د دې دروند آوزا د« ګورئ» !
اوس و دغه دوو (!) ته پاته
د دې هیله د دې حکم
اوس د دغه دوو !و خواته
***
مینه: «واورئ! واورئ! ګورئ! واورئ !
اې له اوره بچا سوو
په مړه ښار کي پاته سوو
لا فاني شانتي هستیو
اې مرموزه موجوداتو
د سوځلي ښار کوڅو کي
د ایرو پاسبانو!
د زما ن د کتاب کرښو
د بایللي تخت راویانو!
د وجود په حرم سرای کي
زما د حسن ناظرانو
د حسرت د اور لمبو کي
زما د مینې شاهدانو!
څنګه څنګه لا ژوندي یاست؟
ولي ولي (لا فاني) یاست؟
وایاست دا په څه باقي یاست؟
ما هستي ټوله لمبه کړه
ما نېستي د ښار کوربه کړه
او ،خو…
تاسو هغه شانتي مست یاست
دا په کومو میو مست یاست؟
دا مو څه وینه په تن کي
دا مو څنګه سا بدن کي؟
*****
وفا: «زما کیسه ګوره اوږده ده
هم جانسوزه هم خوږه ده
خو سکوت د جانا حکم
او حیا زما پرده ده»
***
زما یو وخت د «هو» دوه ټکي
په مستۍ کي ترخوله وتي
خو زه پوه ورباندي نه سوم
دغه «قال» مي «حال» بدل کړ
د تسلیم د توري واري
یو جابره ګزار وکړ
د هستۍ په درشل باندي
د وجود په اتل باندي
زما هستي او وجود دواړه
له سرونو سوه بې سره
***
له دې لویې قربانیه
په دې ستر شان آزمایښت کې
زما له غلي شانتي صبره
زما له غلي خاموشیه
د جلاد په زړ کي رحم
د مقتل په پوله وصل
«هـ» او «و» غاړه غړۍ سوه
د اجل د مرګ زندۍ سوه
لایزاله زما هو(!) سو
لا محدوده زما عمر
جاویدانه زم« جو » شو
زه اوس نه لرم اجل
زه اوس نه سوځم په اور کي
زما سر کي د« هُو» شور دی
زما زړه کي د «جُو» وینه
زما تن کي د «هان» زور دی
او دا نه مري له مرګونو
او دا نه سوځي په اور کي
*****
حیا: زما وینه زما مینه
زما کور زما وطن
ټوله ټوله هُو او جُو دي
زما روح او زما تن
ټوله ټوله «هان» او «هو» دی
هو زما د روح سندره
هو زما د تن سایه ده
هان زما د سوز مقام دی
جو زما د ساز پرده ده
دا خو حکم زما د هُو دی
چې زه پټه یم حیا یم
او دا امر زما د جو دی
چې ملګرې د وفا یم
***
زه د عشق په سوز او ساز کي
په حسرت او په ګدازکي
په غمونو د بېلتون کي
په خوښیو، پېوستون کي
په هر حال کي یم خاموشه
د رازونو پرده پوشه
د شکران (۲) د پيالې «شرنګ» یم
یو مجبور سکوت مدهوشه
***
دا په دا چي جانان کور دئ
هغه (!) زما د زړه میلمه دئ
په هر حال کي مي ناظر دئ
په هر ځای کي راسره دئ
د هغه جلال هیبت
ګونګه کړې زما حیا ده
د هغه جمال دولت
رانیولې زما وفا ده
*****
جنون: «زه جنون یم زما سندرده د لا، لا
او لا لا زما لیلا
زه بابا د لیونو یم
زه لا لا د اندېښنو یم»
***
زه یو وخت د عقل پلار وم
زه یو وخت د پوهی ښار وم
په څلور کنجه دنیا کي
هم په ارض هم په سما کي
زما د پوهي ستر شهرت وو
زما د ذهن لوی طاقت وو
د فطرت و کارخانو ته
د خلقت پټو رمزو ته
زما د عقل رسايي وه
د اسمان په ستورو باندي
زما د فکر حکومت وو
ژور تل د ارتي ځمکي
ما پی کړی په حکمت وو
***
زما کار پوهه ښوول وه
مدرسې او کتابونه
مسئلې او ځوابونه
ډلي ډلي شاګردان
زما د علم و الوت ته
ځمکه سوې پاس اسمان
زه واعظ وم د دې اصل
چي « اختیار» د انسان زور دئ
زه قايل وم د دې حکم
چي «حادث» د «قدیم »ورور دئ
دا هستي د هستۍ خپل رنګ
او «جوهر» د «عرض» کور دی
دا خبر چي ژوند راګرځي
د بې مغزه مغزو جوړ دئ
***
خو یوشپه؟
یوه شپه دخوب له واري
په څه ګونګه شان رڼا کي
د ښایست په انتها کي
د هیبت ډکه فضا کي
زما د زړه دننه ښار کي
زما د ذهن په دنیا کي
د چا (؟) دوې سترګي پيدا
زما و خوا ته غلي غلي په خندا سوې په ادا
پټي پټي
ګونګي ګونګي
رانزدې سوې په مسکا
ټوله مینه تمام حسن!
بېرته بېرته، غلي غلي
رانه لري سوې پنا
او سهار؟
***
سهار عقل مرور وو حکمت تللی
کتابونه مسئلې
ها د جز او کل قضیې
ها درسونه شاګردان
ها بساط ځمکه اسمان
هر څه، هر څه نااشنا
ټول خوندونه وو بې خونده
ټوله پوهه یو معمی
هر څه هر څه بې معنی
له« اختیار» سره جګړه
عشق د «جبر» انتها
له ازله تر ابده
له پرونه تر سبا
جوهري څاڅکي را اوري
په رنګینه ده دنیا
نیستي ورکه سي نیستۍ کي
هستي مسته خودنما
ډکوي جام له مینا
حریفان پراته مدهوشه
ساقي پټ د خم تر شا
د مالي خیال دی ګلریزه
ګل روان موج د خندا
عجیبه د مکر جال دی
مرتد عقل نیم ملا
څه ښایسته د سترګو کښت دی
په مقتل کي د لیلا
او لیلا عقل دښمنه
له جنون سره پخلا
او جنون؟
دا جنون د مجنون سترګي؟
که ښایسته د حق لیلا؟
دا ښایست له عشقه ساز دی
او که عشق د رنګ پیدا؟
هر څه هر څه د سوال کرښي
ستر حیرت لویه معنا
سل پوښتني، یو ځواب
خنجري وار د لا، لا
***
د لا لا د خنجر لا
هم په غیرو سینو ښخ دی
هم خودکشه بې پروا
دا د عشق د اثر ننګ دی
د جابرو تورو جنګ دی
بیوي د انکار ویني
او بوي د اثبات پولي
نړوي بتا ن د عقل
پرې کوي د اختیار پړي
***
زه جنون یم زما سندره ده لا لا
او لا لا زما لیلا
د لا لا، لا لا سندره
د ا د لا او لا سندره
تښتوي درانه خوبونه
ويښوي ویده خیالونه
نڅوي د وجود څلي
سوځوي د عقل خوني
سازوي د جنون ساز
او دغه د بقا راز
***
زه جنون یم لا فاني
زه مجنون یم بې پروا
زما سندره ده لا لا
او لا لا زما لیلا
لیلا حسن د صورت دی
پکې پټ رمز د ادا
او ادا؟
ادا پټ مجهول اثر دی
نه په عقل سي پيدا
نه په جهد لیده کېږي
نه بل چا ته بیانېږي
نه قاضي د مسئلو
نه شیخان د وظیفو
نه راویان د مسندونو
نه ملا د مدرسو
هېڅوک هم نه دی خبر
چې دا څه دی دا اثر؟
***
یو مجنون د جنون سترګي
یو لیلا د ادا موج
یو جابر سلطان د حسن
څلور خوا د حيرت فوج
***
بس دغه د کوَن معنی
بس دغه د کان رڼا
بس دغه د مکان رنګ دی
بس دغه د زمان ډنګ دی
***
زه مجنون یم زما سندره د لا، لا
او لا لا زما لیلا
لیلا ورکه د منزل ده
لیلا پټه ده په شپو کي
لیلا ايښي قدمونه
زموږ د کلي په کوڅو کي
ځکه لاري دي رنګیني
ځکه خاوري دي حیسني
***
پلټم د قدم لاري
ښکولوم د کوڅو خاوري
لا لا توره چلولې
ښار میدان د کربلا
لیلا سترګي توري کړي
کلی ځاله د بلا
عافیت خوشي خبره
هستي نذر د ښکلا
او ښکلا؟
او ښکلا هغه رڼا
چي جلوه ده د لا لا
چې لیده شي پې لیلا
***
زه جنون یم لا فاني
زه مجنون یم بې پروا
زما سندره ده لا، لا
او لا لا زما لیلا
*****
مینه: « پوه سوم پوه سوم
یه سرتیرو ليونیو!
د مرتد عقل دښنه وو
شرپسنده !مستانه وو!
د احساس له جام بېخوده
له دلیله بېګانه وو»
***
یو د «هو» د ننګ اسیر
بل د «لا» د جنګ فقیر
یو هر څه «هو» کي میندلي
بل هر څه په «لا» بایللي
***
مرګ سزا د عاقلانو
جنون ژوند جاویداني
اور اجل د هوښیارانو
چرته سوځي لیوني؟
***
ځار سه ځار سه سل خرواره پوهه، عقل
له یوې ذرې جنونه
ځار سه ځار سه، زر کلونه عیش د وصل
له یوه آه د بېلتونه
څوک خبر چي «هستي »څه ده؟
د« نېستۍ »و خواته منډه…
هر څه هر څه نذرانه…
څوک خبر چې مستي څه ده؟
دا یو هل دی رندانه
د «خودۍ» بت کړئ چپه
څوک خبر چي« وجود» څه دی؟..
د رازونو جیلخانه ده
د حیرت نګهباني ده
د نظر سرمه سايي ده
د شهود پاسباني ده
څوک خبر چې مینه څه ده؟..
د مطلوب د طلب تنده
د طالب ورکه دنیا ده
ګونګه ګونګه بې تعبیره
په پیدا کي ناپيدا ده
مبهم متن دی بې تورو
بې تفسیره یو معنا ده
د آدم د جوهر رمز دی
څه ژړا ده څه خندا
د حیات د اوبو رنګ دی
د ممات د لوبي خوند دی
مقدسه مشغولا
***
د بدن د خټو کور کي
عشق ډیوه ده آسماني
د شهود په بتکده کي
دا یو فیض دی رباني
***
ځئ چي ووځو له خپل تنه
ځئ چي درومو و مطلوب ته
ځئ چي ځو و خپل وطن ته
ځئ چي ورکه مو پیدا کړو
ځئ چي ننوځو دنیا ته
ګوندي وي چې هلته مومو
د لیلی د قدم نښې
ګوندي وي چي هلته واورو
د لا لا سوځنده ساز بیا
ګوندي وي چې هلته لمس کړو
د رڼا سوځنده سوز بیا
***
رڼا ننګ زموږ د لیاري
په هر رنګ کي یې جلوه
لیلا موخه د سفر ده
په منز ل کي مېلمنه
لیلا تنده د طلب ده
په هر ګام کي راسره
رڼا زموږ د زړګي سترګي
مخکي، وروستو ښکته پورته
په هر لوري یې جلوه
ځئ چي ووځو له خپل ځانه
ځې چي ننوځو دنیا ته
ځئ چي پيل خپل سفر کړو…..
د اول سبق پای