خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د لبنان تظاهرات

واحد فقیري

څو ورځي کېږي چي په لبنان کي د اداري فساد، خویشخوري، د حکومت د بې کفایتۍ، او د اقتصادي مشکلاتو پر خلاف پراخ ولسي اعتراضونه روان دي. نن په لکهاوو لبنانیانو د موجوده فاسد حکومت د رانسکورولو په غرض کوڅو او بازارونو ته راوتلي ول.

د لبنان اعتراضات، چي عموما مدني او سوله ایز دي، د جامع سیاسي انقلاب تقاضا کوي. او مظاهرچیان ځانونه د عرب پسرلي وارثین بولي. اعتراض کونکي د لبنان بېرغونه د ځان سره نقلوي. د لبنان په اوسنیو اعتراضونو کي د جامعې مختلفو طبقاتو او قشرونو برخه اخیستې ده. قومي، مذهبي، او سمتي تفاوتونه ته يې شا کړې ده، او د یوه واحد ملت په توګه د حکومت د اداري فساد پر ضد راپارېدلي دي.

زیاتره لبنانیان د کمروزي اقتصاد، د قیمتونو د جګوالي، او په حکومت کي د پراخ اداري فساد او رشوت پر خلاف راپورته سوي دي.

مظاهره چیان د سیاسي مشرانو برطرفه کول غواړي، او په خپل هیواد کي پراخ سیاسي او اقتصادي اصلاحات غواړي.

زیاتره لبنانیان وايي چي د هیواد حاکمه طبقه د عادي خلګو په غم کي نده، او یوازي خپل جېبونه ډکوي.

د لبنان پراخو مظاهرو، صدراعظم سعد حریري، دېته مجبوره کړی دی چي په هیواد کي د پراخو اقتصادي او اداري اصلاحاتو لپاره نوي وړاندیزونه وکړي.