د سولې لپاره د ولسمشر غني وړاندیزونه
محمدبشیر یوسفزوی
ولسمشر غني چې تل یې ټینګار په تلپاتې او باعزته سوله دی، وایي چې سوله دې په درې پړاوونو کې ترسره شي او د همدې لپاره لاندې لارې چارې وړاندیز کوي:
۱) د سولې لپاره سیاسي چوکاټ وضع شي: اوربند رامنځته شي، طالبان د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي، د باور جوړونې ترتیبات ونیول شي او عادلانه او آزادو ټاکنو ته لاره هواره شي؛
۲) د سولې لپاره حقوقي چوکاټ وضعه شي او د غوښتنې په صورت کې په اساسي قانون کې د پیشبیني شوې قانوني پروسې له لارې د اساسي قانون بیا کتنه وشي او د بندیانو د آزادولو او د بندیزونو له لستونو څخه د ایستلو لپاره قانوني لارې چارې تعقیب شي؛
۳) د افغانستان دولت په رسمیت وپېژندل شي، د قانون حاکمیت ته درناوی وشي، اصلاحاتو ته لاره هواره شي او د متوازن پرمختګ او د کډوالو د راستنېدلو لپاره انتظامات وشي؛
۴) د ټولو اتباعو، په تېره د پخلا کېدونکیو طالبانو د امنیت لپاره تدابیر ونیول شي؛
۵) د اقتصاد او ټولنیز پرمختګ لپاره پروګرامونه پلې شي او په ملي پروګرامونو کې کډوالو او پخوانیو جنګیالیو ته ځای ورکړل شي؛
۶) د سولې لپاره نړیوال ملاتړ او همکاري ترلاسه شي، په تېره دا چې د ډیپلوماټیک مالي ملاتړ په ترلاسه کولو، د بهرنیو جنګیالیو د برخلیک معلومولو او له لستونو څخه له سولې سره د یو ځای کېدونکو افغانانو د نومونو د ایستلو په برخه کې همکاري ترلاسه شي؛
۷) او د یوه جامع تطبیقي چوکاټ له لارې بېړني، لنډه مهاله او اوږدمهاله شرایط او اهدافو ټاکل او په دې ټولو برخو کې د پرمختګ د څارنې او ارزونې یو مؤثر میکانیزم رامنځته شي.
د طالبانو نظریات او د دوی وړاندیزونه په دې او نورو برخو کې به معلومدار په نظر کې ونیول شي او د مذاکراتو یوې منل شوې اجنډا باندې به انشاالله موافقې ته ورسېږو او پس له هغه نه تصویب او عملي کولو ته.