خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

پلوسي په افغانستان کي

د امریکا د ولسي جرګې ریسه، مېرمن ننسي پلوسي، او د کانګرس ځیني نور غړي افغانستان ته تللي دي. پلوسي په داسي وخت کي افغانستان ته سفر کوي چي له یوې خوا يې د جمهورریس ټرمپ سره روابط ډېر خراب دي، او له بلي خوا ټرمپ یو ناڅاپه د سوریې څخه د امریکايي عسکرو د راایستلو اعلان وکړ.

دغه راز پلوسي او د کانګرس غړي پداسي وخت کي افغانستان ته سفر کړی دی چي د امریکا د دفاع وزیر هم په کابل کي دی. او د طالبانو سره د خبرو د بیا شروع کولو په اړه يې څه څرګندوني هم کړي دي.

مېرمن پلوسي په یوې اعلامیې کي ویلي دي چي د افغانستان د انتخاباتو په اړه يې زیات څه واورېدل، او هیلمنه ده چي نتایج يې ژر تر ژره اعلام سي. هغې په خپل ټویټر کي لیکي دي چي پدې سفر کي يې پر امنیت، ښه حکومتوالي، او اقتصادي انکشاف باندي تمرکز کړی دی.

پلوسي د اشرف غني او ډاکټر عبدالله سره وکتل.(رویټرز او اسوشیټډ پریس)

واحد فقیري