خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د امریکا د دفاع وزارت له افغانستانه د سمدستي راوتلو لپاره پلان جوړ کړی دی

 

(این بي سي نیوز) د اکټوبر پر ۲۱ لیکي چي پدې وروستیو وختونو کي د امریکا د دفاع وزارت داسي احتمالي پلان جوړ کړیدی چي که چیري جمهورریس ټرمپ له افغانستانه د امریکايي عسکرو د سمدستي راوتلو امر وکړي، پنتګان به ورته چمتو وي.

د پنتګان چارواکي وايي دا احتمالي پلان د دې لپاره دی چي هسي نه چي ټرمپ له افغانستانه د ګردو امریکايي عسکرو د راایستلو لپاره فقط څو هفتې وخت ورکړي.

د پنتګان چارواکي وايي چي د سوریې کیسه د افغانستان لپاره یو بل مثال سوې ده.

ټرمپ پدې تېرو ورځو کي له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راایستلو خبري بار بار کړي دي، او د هغه دې څرګندونو د دفاع وزارت مامورین دېته مجبوره کړي دي چي د سبا لپاره ځانونه آماده کړي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل،«ما انتخابات ځکه وګټل چي ما له امریکایانو سره د خپلو عسکرو د راایستلو وعده وکړه.» ټرمپ وايي،« کله چي ما تېره هفته د ټکساس په ایالت کي یو ستري ډلي امریکایانو ته وویل چي له افغانستانه به امریکايي عسکر راوباسم. هغوی په متواترو چکچکو او نارو استقبال کړم.»

ځیني عالي رتبه امریکايي چارواکي وايي چي ټرمپ په راتلونکو څو میاشتو کي د عسکرو د راکمولو لپاره پلان لري. ځکه ټرمپ په ۲۰۱۶ کي د امریکایانو سره د عسکرو د راایستلو ژمنه وکړه. ټرمپ خپلو مشاورینو ته ویلي دي چي د ۲۰۲۰ تر انتخاباتو پوري باید ټول امریکايي عسکر له افغانستانه راوایستل سي.

امریکايي چارواکي وايي چي د طالبانو سره د مذاکراتو ړنګېدل د دې احتمال بېخي ډېر کړی دی چي ټرمپ به یو ناڅاپه د ټولو امریکايي عسکرو د راایستلو امر وکړي.

ځیني امریکايي مامورین وايي چي ټرمپ د دې کال تر آخر پوري به یوه غټه جوپه امریکايي عسکر راوباسي.

د امریکا نظامي چارواکي وايي انتظار کېږي چي ټرمپ به د دې کال تر آخري پوري څو زره امریکايي عسکر راوباسي. خو دا مامورین وايي چي تر اوسه لا ټرمپ نهايي فیصله نه ده کړې.

واحد فقیري