ښاري نظم او فرهنګ حتمي دی
اېمل پیاوړی
د جګړو له امله د افغانستان ښاري نظام هم په همغه پخوانۍ بڼه پاتې دی چې له یوې خوا زموږ د خلکو اوسنیو ستونزو او غوښتنو ته ځواب نشي ویلی او له بلې خوا په ښارونو کې د ګڼې ګوڼې له امله هم ښاري نظم خراب شوی دی او هم خلکو ته ستونزې زیاتې شوې دي.
افغانستان د ښارونو د چټکې ودې سره مخ دى، له همدې امله د داسې ادارو د را منځته کولو اړتیا ده چې د ښارونو پلانګذاري په پراخ ډول او نړیوالو نورمونو او تجربو ته په پاملرنې کولو سره تر سره شي. د بېلګې په ډول د کابل سره د ګاونډیو پینځو ولایتونو اړیکه د کابل د ښاري پرمختګ په پروګرامونو کې د لومړنیو اړتیاوو څخه ده، په غیر له دې واقع بینانه پروګرامونه طرح او عملي کېدای نه شي په همدې خاطر باید د ګذر د وکیلانو نظام باید له اوسني حالت څخه د خلکو په انتخابي شورا واوړي، تر څو د ګذر د وکیلانو او اوسېدونکو خلکو تر منځ د شفاف حساب ورکولو میکانیزم رامنځته شي او همدارنګه د انتخابي شورا ګانو صلاحیتونه او مسؤلیتونه په روښانه او قانوني ډول تعریف شی.
د ښاري ژوند د نظام د نه شتون له امله، د کابل په ښار کې د خدماتو بیه ډېره زیاته لوړه شوې ده، د بېلګې په ډول د یوه هلک یا نجلۍ پوهنتون یا بنسټیزو زده کړو ته رسیدل کورنیو ته ډیر ګران پریوځي. جاپانیانو په یوه سروې کې په ډاګه کړیده چې د کابل لږ تر لږه ۳۳ سلنه خلک له یوې ناحیې نه بلې ته په پلي توګه تګ راتګ کوي، د دې یو عمده لامل دادى چې د ترانسپورت د لګښت وسه نه لري خو بل عمده علت یې دادى چې د ښاري پلان په نه شتون کې، هغه وخت چې په ترانسپورت کې تېرېږي، د هغه په پرتله چې په پلي ډول حرکت کوي زیات دى،نو ځکه به د مسکن د انسجام، اداري دفترونو او ښاري خدمتونو پروګرامونه داسې بدلون ومومي چې هم به د ښاري ژوند سره اړخ ولګوي او هم به له ځمکې څخه په ډېرښه ډول ګټه واخیستل شی.
یو لوى خطر چې اوس مهال زمونږ لوى ښارونه، مخصوصآ کابل تهدیدوي، د چاپیریال ککړتیا ده. په دې اړه مشخصو او قاطعو تدابیرو ته اړتیا ده. په کابل کې د ژوند شرایط، د هوا او د ځمکې لاندې اوبو ککړوالی چې د ښاریانو او دولتي اورګانونو د نه پاملر نې په وجه په چټکۍ سره زیاتیږي د دې ښار راتلونکې د جدي ګواښ سره مخ کړیدی. د ډیلي تجربه دا ښيي چې د نفتي موادو ډېر بد ډول استعمال د هندوستان د سترې محکمي د مداخلې په اساس د ژوند د چاپیریال دپاره په یوه مثبت اقدام واوښت، د دغسې تجربو د پلي کولو لپاره اړتیا لرو چې په لومړي قدم کې د ښار او د ښاریانو د حقوقو تعریف په خپل فکر کې اصلاح او پراخه کړو، د اوسیدنې د چاپیرال د خطرونو سره مقابله یواځې د دولت مسؤلیت نه دى، خو باید د ښاریتوب داسې یو فرهنګ رامنځته او واروزل شي چې د ټولنې هر وګړى په هغه کې په برخه اخیستلو سره وکړای شي د خپل او راتلونکو نسلونو په ژوند کې مثبت تغیرات راولي.