د مسکو ګډونوالو پر واشنګټن باندي ږغ کړی دی چي د طالبانو سره خبري بېرته شروع کړي
د مسکو ګډونوالو پر واشنګټن باندي ږغ کړی دی چي د طالبانو سره خبري بېرته شروع کړي
د جمعې ورځ، د روسیې، چین، امریکا، او پاکستان استازو پر دې موافقه وکړه چي د افغان د سولي لپاره سیاسي مذاکرات او ډایالوګ یوازنۍ حللاره ده، او امریکا او طالبان باید ژر تر ژره د سولي خبري بېرته شروع کړي.
د دې ملکونو استازو د جمعې په ورځ په مسکو کي سره وکتل.
د مسکو په اعلامیه کي پر واشنګټن باندي ږغ سوی دی چي د طالبانو سره بېرته خبري شروع کړي، او یوه موافقه ورسره لاسلیک کړي. د مسکو اعلامیه دغه راز د تشدد پر راکمولو باندي هم ټینګار کوي.
بلخوا، د بېجینګ بین الافغاني خبري څه ځنډېدلي دي. خو ډېر به و نه ځنډېږي. که څه هم، د کابل حکومت پخوا ویلي وو چي د بېجینګ په خبرو کي به ګدون و نه کړي، خو اشرف غني د جمعې په ورځ وویل چي هغه به خپل استازي د بېجینګ مجلس ته ور واستوي. دا معلومه نده چي اشرف غني ولي یو دم خپل موقف بدل کړ. (اسوشیټډ پریس)
واحد فقیري