خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

غربي ‌‌‌‌‌‌ډيپلومات: ترکانو د البغدادي د ځای په اړه امریکایانو ته معلومات ورکړي ول

يوه غربي ‌‌‌‌‌‌ډيپلومات د نوم نه ښودلو په شرط خیسور ته ویلي،چي  د البغدادي د ځای په اړه ترکانو امریکایانو ته معلومات ورکړي ول. البغدادي د سوریې په ادلیب ولایت کي پټ و، چي د ترکیې پلوه القاعدې او داعش  سره تړلو ‌‌‌‌‌‌ډلو تر کنټرول لاندي دئ. د ادلب ولایت د یوه توافق پر اساس روسانو ترکانو ته سپارلی دئ او پولي یې ترکي پوځيان ساتي. دغه ‌‌‌‌‌‌ډيپلومات زیاته کړه،چي دغه کار ترکانو د سوریې د شمال څخه د امریکایې ځواکونو د وتلو او ځینو نورو امتیازاتو په بدل کي تر سره کړی دئ کټ مټ لکه پاکستان چي اسامه بن لادن د امتیازاتو په بدل کي امریکایانو ته وسپاره.