خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

اغلې کوفي: د طالبانو سره د سولي خبري یوازنی آپشن دی

اغلې فوزیه کوفي وايي چي د افغان ښځو د حقه حقوقو لپاره مبارزه کوي، او د سولي له پروسې څخه حمایت کوي. ۴۴ کلنه کوفي د رویټرز سره په یوې تازه مرکي وايي،«بل آپشن نسته. د ډېرو افغان مېرمنو په شان، زه هم ځیني اندېښنې لرم، په تېره بیا د ښځو په اړه د طالبانو د درک او فهم په باب.»

اغلې کوفي ښايي په چین کي په بین الافغاني خبرو کي برخه واخلي. هغه زیاتوي افغانانو پدې څلور لسیزو کي زیات کړاونه ګاللي دي.«زه ګومان کوم چي ټول د سولي مطالبه کوي، نو لهذا زه پرته له محتاطانه خوشبنۍ څخه بله چاره نه لرم.»

اغلې کوفي وايي د طالبانو په اجتماعي فکر کي ښايي څه بدلون راغلی وی، خو هغوی ته پکار ده چي دا تغییر په عام محضر کي وښيي.

اغلې کوفي د یوه سیاسي حزب مشره ده. د ښځو د حقوقو په برخه کي فعاله ده. هغه وايي د دولت او حکومت په ساختار کي باید ښځي موثر او فعال ګډون ولري.

اغلې کوفي په سیاست او دپلوماسي کي ماستري لري. هغې عالي تحصلات په سویس کي کړي دي.

واحد فقیري