خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د بشر د حقوقو د څار موسسه: د سیا په حمایت افغان ځواکونه په جنګي جرمونه کي ښکېل دي

د بشر د حقوقو د څار موسسه: د سیا په حمایت افغان ځواکونه په جنګي جرمونه کي ښکېل دي

د بشر د حقوقو د څار د موسسې یو تازه رپوټ وايي چي د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (سیا) په حمایت افغان خاص ځواکونه د بې ګناه او بې دفاع افغانانو په قتلولو لګیا دي. دا موسسه د دې جنګي جنایاتو په اړه د تحقیقاتو ږغ کوي.

دا رپوټ وايي چي د سیا په ملاتړ همدا خاص قوتونه د ملکي کسانو د تلفاتو په جګولو کي مهم نقش لوبوي.

رپوټ دا هم وايي چي د هغو امریکايي افسرانو په اړه دي هم تحقیقات وسي چي د دغو قطعاتو سره په عملیاتو کي برخه اخیستې ده.

امریکا عموما دا تورونه ردوي. امریکا د بین المللي جنايي محکمې هلي ځلي هم سختي غندلي دي.

په رپوټ کي په ننګرهار کي د څلورو وړونو قتل ته اشاره سوې ده.
په رپوټ کي، د ۱۴ قضیو په باب جزییات راغونډ سوي دي. اکثره قربانیان ځای پر ځای قتل سوي دي.

واحد فقیري