خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د ټرمپ استیضاح

واحد فقیري

په امریکا کي د عامه افکارو نوې سروې ښيي چي ۴۹ ٪ امریکایان وايي چي جمهورریس ټرمپ باید استیضاح سي، او له سپیني ماڼۍ څخه پسي واخیستل سي. خو ۴۷ ٪ امریکایان د استیضاح مخالف دي.

بلخوا، ۸۲ ٪ دیموکراتان د هغه استیضاح غواړي، خو ۱۳ ٪ يې مخالف دي. په جمهوريپالو کي بیا ۸۲ ٪ د استیضاح مخالف دي، خو ۱۸ ٪ ورسره موافق دي.
په مستقلو امریکایانو کي ۴۷ ٪ د استیضاح او برطرفه کولو پلویان دي، خو ۴۹ ٪ یې مخالف دي.

آلان، ۵۱ ٪ امریکایان وايي دیموکراتان غواړي چي ټرمپ په سیاسي لحاظ خوږ کړي، او بیا سیاسي استفاده ترې وکړي. خو ۴۳ ٪ امریکایان وايي چي د دیموکراتانو اصلي هدف د اساسي قانون تطبیقول دي.

۵۶ ٪ امریکايي ښځي د ټرمپ استیضاح کول او پسي اخیستل غواړي، خو ۴۲ ٪ نارینه د استیضاح سره موافق دي.

په نژادي لحاظ، ۳۹ ٪ سپینان د استیضاح سره موافق دي. ۷۶ ٪ توران د ټرمپ برطرفه کول غواړي، او ۶۶ ٪ نور رنګه امریکایان د ټرمپ پسي اخیستل غواړي.

پدې سروې کي ۱۰۰۳ امریکایانو برخه اخیستې ده.دا سروې واشنګټن پوسټ او اې بي سي نیوز په ګډه کړې ده.