د عراقیانو اعتراض مثبته نتیجه ورکوي
د عراقیانو اعتراض مثبته نتیجه ورکوي
د عراق جمهورریس د مظاهرچیانو د آرامولو لپاره ژمنه وکړه چي نوی انتخاباتي قانون به تدوین وي او په انتخاباتي کمیسیون کي به بنیادي اصلاحات راولي. جمهورریس صالح وویل،«د حکومت مشروعیت یوازي د خلګو څخه ترلاسه کېږي او بس.»
عراقي اعتراض کونکي په سیاسي نظام کي ژور او هر اړخېز بدلون غواړي.
عراقيانو د اکټوبر په میاشت کي په حکومت کي د پراخ اداري فساد، رشوت، بېکاري، او خویشخوري پر خلاف خپل تاریخي اعتراضونه پیل کړل، او اوس د عراق په ګردو سترو ښارونو کي دوام لري.
دې اعتراضونو د عراق په حاکمي طبقې کي ژور درزونه ایجاد کړي دي.
د عراق ستر روحاني او مبارز شخصیت، مقتدا الصدر، پر صدراعظم عبدل مهدي باندي د استعفا ږغ کړیدی.
الصدر پخپل تویټ کي لیکي،«که چیري صدراعظم عادل عبدل مهدي استعفا و نه کړي، ښايي عراق په بلي سوریې او یمن بدل سي.»
عراقي مظاهرچیانو د ایران پر ضد موقف غوره کړی دی، او د خامنه ای عکسونه يې څېرلي دي.
د عراق او لبنان مدني اعتراضونو په سیمه کي د ډېرو فاسدو حاکمانو تانګونه ور سست کړي دي. په مصر کي هم مدني اعتراضونه شکل نیسي.
واحد فقیري