خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

عراقي مظاهرچیانو په کربلا کي د ایران پر قونسلګرۍ حمله وکړه

واحد فقیري

عراقي مظاهرچیانو په کربلا کي د ایران پر قونسلګرۍ حمله وکړه

د عراق د حکومت پر ضد د عراقیانو ولسي اعتراضونه دوام ولري. او عراقي مظاهرچیانو په کربلا کي د ایران پر قونسلګرۍ باندي حمله کړېده. هغوی هلته د عراق بېرغ ځوړند کړ. او «کربلا آزاده سوه. ایران باید ووځي» شعارونه يې ورکول.

عراقي اعتراض کونکي وايي چي ایران د عراق په داخلي چارو کي مداخله کوي، او باید دا کار ختم کړي. دغه راز، عراقي مظاهرچیان وايي چي په عراق کي امریکا او ایران زیات نفوذ لري، او د عراق سیاسي مشران یا د امریکا او یا د ایران مزدوران دي.

د ۲۰۰۳ راهیسي، کله چي امریکا پر عراق باندي تجاوز وکړ، دا لومړی ځل دی چي په عراق کي پراخ مدني حرکتونه او مظاهرې جوړېږي. مظاهرچیان د اقتصادي مشکلاتو، په حکومت کي د پراخ اداري فساد، بېکاري، او د حکومت د بې کفایتۍ پر ضد راپارېدلي دي.

که څه هم عراق یو شتمن هیواد دی، خو د سیاسي مشرانو د بې کفایتۍ له وجي عراقیان د راز راز اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ کړي دي.

یوه میاشت کېږي چي په عراق کي ولسي اعتراضونه روان دي.

د عراق، لبنان، او چیلي ولسي اعترضونه څو مشترک ټکي سره لري.

اول، درې واړه ولسي حرکتونه بې رهبره دي.
دوهم، درې واړه اعتراضونه اقتصادي رېښې لري، او په حکومت کي د پراخ اداري فساد پر ضد دی.
دریېم، درې واړه د سیاسي نظام بشپړ بدلېدل غواړي.
څلرم، درې واړه د سوشل میډیا په زور چلېږي.