خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د لبنان ښځینه مظاهرچیاني: زه دا کار د لبنان لپاره کوم

که څه هم د لبنان صدراعظم استعفا وکړه، خو لبنانۍ مېرمني وايي چي سیاسي انقلاب لا نه دی تکمیل سوی. د لبنان تاریخي عام اعتراضونه هله لا زور واخیست چي د ېوې لبنانۍ مېرمني او د معارفو د وزیر د ساتونکي د شخړي ویډیو خپره سوه. دا ویډیو د یوې لبنانۍ مېرمني همت او استقامت ښيي.

د لبنان ښځي وايي چي هغوی به د خپلو حقه حقوقو د اعادې لپاره خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي. هغوی وايي چي لبنانۍ مېرمنو تل د خپل وطن په سیاسي امورو کي فعال نقش لوبولی دی.

ځیني لبنانۍ مېرمني د اعتراض کونکو لپاره اشپزي کوي، او هغوی ته وړیا خوراکه مواد برابروي. یوه ۵۴ کلنه مېرمن وايي،«زه باید د خپل هیواد لپاره یو څه وکړم. موږ ټولو ته پکار ده چي آرام کښې نه نو. دا کار ما هیڅکله نه ستومانه کوي، بلکي ما ته خوشحالي راکوي. زه دا کار د لبنان لپاره کوم.»

که څه هم د حریري پلویانو هڅه کوله چي لبنانۍ ښځي په اعتراضونو کي له برخه اخیستلو څخه منع کړي، خو بالاخره ناکامه سول.

یوه لبنانۍ وايي،«د صدراعظم حریري استعفا نهايي هدف نه دی. دا صرف یو آغاز دی. د لبنان ګرده غیر عادلانه نظام باید بدل سي. یو هر اړخېز انقلاب باید راسي.»

واحد فقیري