خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د امریکا زیاتېدونکي طبقاتي درز

څه د پاسه څلوېښت کاله کېږي چي په امریکا کي د خان او غریب تر مینځ فاصله په خطرناکه توګه زیاتېږي. د امریکا په جامعې کي موجوده طبقاتي درز او تفاوت د امریکا ټول نظام له جدي او حیاتي بحران سره مخامخ کړيدی.

په غربي نړۍ کي، د امریکا طبقاتي درز او تفاوت تر بل هر ځای ژور او خطرناکه دی. د شتمن او غریب تر مینځ تفاوت تر بل هر غربي هیواد زیات او څرګند دی.

د امریکا ۴۰۰ ټاپ ثروتمن افراد جمعا قریب درې ټریلونه ډالره ثروت لري. مانا د امریکا ۷۵ ٪ خلګ همدا اندازه پیسې نه لري.

د امازان مشر جیف بېزو، د مایکروسفاټ مشر بیل ګېټس، او د سټاک مارکېټ نابغه، وارن بفیټ درې واړه جمعا د امریکا د ۵۰ ٪ خلګو په اندازه ثروت لري.

نن سبا، په امریکا کي ۶۰ ٪ فیصد ثروت له یوه نسله بل نسل ته په میراث رسېږي.

د امریکا کاپیټالستي نظام د آزاد بازار د قانون او پرنسیپ په زور نه چلېږي، بلکي د دولتي کاپیټالیزم یا کروني کاپیټالیزم په ډېزلو چلېږي. په ساده عبارت، د امریکا حکومت د څو سوپر سرمایه دارانو، د څو سترو کمپنیو د مشرانو، او د څو سترو بانکونو د ریسانو په جېب کي دی. همدا خلګ د امریکا خزانه چوروي. د خپل ځان لپاره مالیات راکموي. د خپلو کمپینو لپاره د حکومت له خزانې څخه سبسډي اخلي.

او په بدل کي، د امریکا سیاستوالو ته رشوت ورکوي- د امریکا په اصطلاح لابي کوي.

واحد فقیري