خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د هانګ کانګ اعتراضونو زور اخیستی دی

 

د دوشبې په ورځ، په هانګ کانګ کي د اعتراض کونکو او پولیسو تر مینځ تازه نښتي وسوې. په هانګ کانګ کي د دیموکراسۍ لپاره مظاهرې محصلین او ځوانان اداره کوي.

د هانګ کانګ اعتراضونه پنځه میاشتي مخکي شروع سول. دا اعتراضونه هله پیل سول چي د کانګ هانګ ادارې وړانديز وکړ چي هغه خلګ چین ته واستوي چي جنايي دوسیې لري.

خو د هانګ کانګ خلګو لدې وړاندیز سره سمدستي مخالفت شروع کړ، او پراخو مدني اعتراضونو ته يې مخه کړه. هغوی وايي چي بېجینګ غواړي د هانګ کانګ د خلګو سیاسي ژوند تر خپل کنټرول لاندي راوړي، او د هانګ کانګ آزادي سلب کړي.

د هانګ کانګ د خلګو اعتراضونه د چین د حکومت لپاره په جهاني سطح کي جدي مشکلات خلق کړيدي. چین د هانګ کانګ محلي حکومت دېته تشویقوي چي د اعتراض کونکو په وړاندي جدي موقف غوره کړي.

د هانګ کانګ خلګ محلي قدرت غواړي، او د زیاتي آزادۍ او دیموکراسۍ لپاره جد او جهد کوي.

واحد فقیري